fbpx
ډاکټر الماس خان مقالې

ګریوی ټیشنل ویوز (دوهمه برخه)

لیکوال الماس خان
د ګرېوي ټي چپې/موجونه د څه چپې/موجونه دي؟
د ګرېوي ټي چپې/موجونه د په زمان و مکان (سپیس-ټایم) کې چپې دي. د بیلګې په توګه: په سمندر کې موجود موجونه د اوبو موجونه دي، لکه څنګه چې د رباب ترنګ، د هارون باچا یا قربان! او د زرڅانګې خوږ غږ په هوا کې د اوازونو چپې دي، لکه څنګه چې د رڼا رنګونه او پلوشې په بریښنايي میدان (الیکټریک فیلډ) کې چپې او موجونه دي. نو همدغه ډول کله چې په زمان او مکان په غوړیدلي څادر کې کله هم چپې پیدا شي نو هغې ته د ګرېوي ټي چپې وايي:
په زمان او مکان کې لړزیدلو موجونو ته د ګریوټي چپې ولې وايي؟
دې ته د ګریوټي موجونه یا چپې ځکه وايي چې د نن نا کابو سل کاله د مخه انسټائین دنیا ته د ګریوټي د زور یو نوې خیال او فکر ورکړو، او هغه دا چې کوم څيز ته مونږ د ګریوټي زور وایو هغه په اصل کې په زمان او مکان کې کږلیج/خم (کرویچر) دی.
هغه څنګه؟
نیوټن به ویل چې زمکه د نمر څخه ځکه چاپیره ګرځي چې نمر په زمکه د ګریوټي زور لګوي. خو انسټائین بیا وايي چې نه! زمکه د نمر نه چاپیره ځکه چورلېږي/تاویږي چې نمر د خپل ځان نه چاپیره په زمان او مکان کې کږلیچ پیدا کړې دی او زمکه په دغه کاږه زمان او مکان کې داسې رغړېږي لکه څنګه چې یو بیلورئ د یو کاسې په کوږ مخ رغړېږي. انسټائین وايي چې د نمر، زمکې او زمان و مکان مثال داسې دی لکه ګټه، بیلورئ، او څادر. څادر له څلورو ګوټونو څخه ونیسئ، کش يي کړئ نو څادر به هوار او خور شي. او بیا د همدغه هوار شوي څادر په منځ کې ګټه کېږدی نو څادر به جول یانې سره راغونډ شي او کږلیچ به پکې راپیدا شي. اوس بیلوری را واخلې او دې جول شوي څادر ته يي ور ګوزار کړی نو تاسې به وګورئ چې بیلوری به د هغه ګټ/ډبرې څخه چاپیر رغړېږي.
هر مادي وجود، زه، ته، ډبره، لوټه، ایټم، لمر، زمکه او داسې نور په زمان او مکان کې کږلیج پیدا کوي. کله چې یو مادي وجود وخوځېږي نو دا کږلیج د چپو په بڼه د یو ځای څخه بل ځای ته د رڼا په رفتار ځي. اوس پوښتنه دا ده چې بیا ولې مونږ د زمکې او لمر د خوځښت نه پیدا شوې د ګرېوټي چپې نه شو رانیولې، او په دې انتظار یو چې دوه بلیک هولونه به سره ټکر شي نو هله به مونږ ته دغه موجونه/چپې را ورسېږي؟
د هغې وجه دا ده چې یو خ د لمر او زمکې په وجه په زمان او مکان کې راغلې کږلیچ ډېر کم دی او بل هم دا چې د غوښنو چپو پیدا کولو لپاره پکار ده چې د زمکې او لمر رفتار ډېر زیات وي. د کومو دوو بلیک هولونو چپې چې اوس سیانسدانانو راونیولې، په دې کې د هر یو بلیک هول د یرشو لمرونو په اندازه دی، چې د دې دواړو بلیک هولونو مجموعي وزن بیا شپیته لمرونو ته رسېږي چې له همدې وجې يي د ځان نه په چاپېر زمان و مکان کې يي خورا غوښن کږلیچ پیدا کړې ؤ. بله دا چې د ټکر په وخت د دوي رفتار د رڼا د رفتار په اندازه ؤ، نو له یوې خوا د دغو دوو بلیک هولونو د دروندوالي په وجه ښه ډېر کږلیچ پیدا کړو او د بلې خوا د تیز رفتار له امله په دغه کږلیچ کې درانه موجونه پیدا شول.