fbpx
اندېښمن شینوارئ کوزه پښتونخوا مقالې

د پښتنو د وسله واله کېدو هڅې 

په محکومه پښتونخوا کې په مکتبونو او پوهنتونونو حملې نه یواځې دا چې د علم او پوهې سره دښمني ده بلکه د پښتنو د وسله والا کېدو او همدارنګه د مکتبونو د دروازې تړل دي. په ازاده پښتونخوا کې خو هسې هم د مکتبونو دروازې تړلې شوې دي، مګر په کوزه پښتونخوا کې هم د پښتنو سره د دښمنۍ داسې اساسي او بنسټیز کار شروع شوې دی چې د پخوا لږ تر لږه په پټه ترسره کېدو مګر اوس دا کار په ښکاره او په رڼا ورځ کېږي. په پښتونخوا کې د عمران خان حکومت په راتګ سره لومړی هم د پښتنو تاریخي شخصیتونو نومونه له تاریخ څخه وویستل شول او بیا له هغه را وروستو په پښتو مضمون باندې پابندي ولګېدله. پرمختللې هېوادونو د پرمختګ یو راز هم په دې کې دی چې د هغوي ټولې زده کړې د هغوي په خپله مورنۍ ژبه کې دي، مګر د پښتنو سره د دښمنۍ په دې جنګ کې له پښتنو څخه نه یواځې دا چې په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو حق اخیستل کېږي بلکه د یو متمدن قوم څخه د هغوي پېژند ګلوي اخیستل کېږي. له دې هر څه را وروستو اوس دا چې په کوزه پښتونخوا کې په مکتبونو او پوهنتونونو باندې تروریستي حملې کېږي نو د عمران حکومت پرځای د دی چې د مکتبونو او خلکو امنیت خوندي کړي، هغوي استادان هم وسلوال کړل. اوس استاد هغه څوک نه دی چې قلم به يي په لاس کې ؤ او خلکو ته به يي سمه لاره وروښودله بلکه استاد پخپله اوس د خپل امنیت د خوندي کېدو لپاره د قلم ترڅنګ د ټوپک د سوري لاندې ژوند تېروي. استاد او شاګردان اوس پرځای د دې چې څه زده کړي، ټوله ورځ په دې تېروي چې نن خو به دوي د کومې تروریستي پېښې ښکار نه ګرځي.
په افغانستان کې خو د مجاهدینو د وخت کتابونو به تقریباً تاسې ټولو لیدلي وي چې زمونږ کتابونه د نبراسکا پوهنتون، سويډن او بلجیم د مرستندویه کمېټو چاپ کړای شوي کتابونو څرنګه د افغان ماشومانو له ژوند سره لوبې وکړې او په کوم ډول يي افغان بچیان وسلې سره عادي کول. هماغه لوبه کومه چې دوه لسیزو لپاره په افغانستان کې وشوه اوس هماغه لوبه په محکومه پښتونخوا کې د زورورو قوتونو او د پاکستان له خوا په کار اچول شوې ده. پاکستان او نړیوال قوتونه اوس د پښتنو مکتبونو او د پښتنو بچیانو سره دا ډول لوبه شروع کړې ده. له یوې خوا څوک له وېرې مکتبونو ته خپل بچیان نشي استولې، او چې څوک يي استوي نو ټوله ورځ په دې فکر کې وي چې چېرته خو به د پنجاب روزل شوو شرمخانو خوراکه شوې نه وي. له بلې خوا ماشومان هم په مکتب کې په سلو فکرونو او سوچونو کې وي.