fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري پنځم فصل (دریمه برخه)

تل ودان :- صحیح خبره ده.
بختور:- فرض کړه که داسې وشي چې پښتانه قوم پرستان یؤ شي او په یو غږ د پښتنو د شناخت ، اذادۍ ، دهغوی په حقوقو د هغوی اختیار او دهغوی د ابادۍ جدو جهد له دوام ورکړي نو ایا پښتون اولس به د دوي مخالفت کوي.؟
تل ودان :- بلکل ڼه ! بلکښې د دوی ملاتړ به کوي.
بختور:- ښه ! که قاضی صیب او مولانا فضل الرحمان ورسره هم مرسته وکړی او د دغې پښتنې سیمې د پاره په شریکه ، اسلامی قانون ، قانون وګرځوي نوایا پښتانه به یې نه منی ؟
تل ودان:- سوال نه پېدا کېږی پښتانه سل په سلو کښې مسلمانان دي او زه فکر کوم چې د هغوی خواهش هم دادے چې هغوی دې د اسلامی قانون لاندې ژوند تېر کړي.
بختور:- ایا شېرپاؤ او ګوهر ایوب وغېره پښتانه نه دي؟
تل ودان :- دوی خوپښتانه دي.
بختور:- نعوذ بالله دوی مسلمانان نه دي؟
تل ودان :- ولې نه دي.
بختور:- ټیک شوه . که دوي مسلمانان دي او پښتانه هم دي نو ولې دوي له د پښتونولۍ او اسلام مخالفت پکار دے؟.
تل ودان :- نه بلکل نه!
بختور:- ښا ! که دوی هم ووائي چې د پښتنو په سیمه دې اسلامی قانون وي او د پښتنو دې خپل شناخت وي او د هغوي حقوق دې هغوی ته ورکړے شي . څه فکر کوې چې پښتون اولس به د دوي د دې پرېکړې مخالفت کوي او دا به نه مني؟
تل ودان:- هغوی خو هم دا غواړي.
بختور:- اوس ته او وایه چې پښتانه نه دی یؤ که د پښتنو لېډران ؟
تل ودان:- لېډران!
نو بیا پوهه شه چې د دوي سیاست د قوم د ابادۍ او خوشحالۍ لپاره نه دے او نه یې د پښتنو او اسلام سره څه کار شته بلکښې خپل ځانی مفاد لټوي او یا د بل په اشارو غېر شعوری طور عمل پېرا دي.
تل ودان :- پوهه شوم.
پسې بیا