fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري پنځم فصل (دوهمه برخه)

تل وان :- نو ته فکر کوې چې دا لېډران ټول د دروغو لوظونه کوي او دا څه چې وائي ګنې دا دعوامو ستونځې نه بیانوی؟.
بختور:- زه دا نه وایم چې دوي دروغ وائي او نه د دې نه انکار کوم چې دوي څه وائي دا دعوامو په ګټه نه تمامېږي. خو دوي چې څه وائي چې موقع په لاس ورشي هاغسې بیا نه کوي.
تل ودان :- لکه څنګه؟
بختور:- زه به صرف د پښتنو لېډرانوخبره وکړم او د پښتنو لېډرانوخبره څکه کوم چې ته پرې په اسانه پوهه شې.
تل ودان:-ډېره ښه ده او زما موخه هم داده چې ځان پوهه کړم.
بختور:- زمونږپښتانه لېډران په درې غټو برخو کښې وېشلے شوی دي.
تل ودان:- په کومو درې برخو کښې؟
بختور:- یو هغه فکر لرونکی دي چې صرف د پښتنو د ابادئ سوکالۍ او وحدت او د هغوی د حقوقو علمبرداردي. دويم د پاکستان سالمیت او په ده کښې د میشته خلقو د حقوقو هغوی ته د ورکولو ډنډوره غږوی او درېم د اسلامی شریعت د نفاذ او د امت مسلمه د وحدت او خدائي بادشاهت قائمولو په تګ و دؤ کښې دي.
تل ودان :- بختوره ډېر ښه وېش دې ورله کړے دے.
بختور:- اوس راشه چې وګورو چې دا ټول فکرونه لرونکی څومره رښتونی دي او پدوي کښې بیا هر یو پخپل فکر و عمل کښې څومره رښتونے دے.
تل ودان :- ضرور ضرور
بختور :- که پښتانه قوم پرست لېډران راواخلو او سر سری څېړنه یې وکړو نو د دوي په فکر او عمل کښې د زمکې او اسمان هومره لوئې تضاد ښکاره دے. فکر ټول یو وړاندې کوی هر یو د ټولو پښتنو د وحدت ، د هغوی د شناخت او د هغوی د حقوقو د حصول چغې وهي پښتنو ته چغې وهی چې تاسو یو شئ او پخپله شل ځایه تقسیم دي.او زه فکر کوم چې دوی پخپلو کښې یو شی پښتانه یؤ یؤ دي . که نن ولی خان ، محمود خان ، او داسې نور قوم پرست لېډران پخپلو کښې سره یو شی او خپل فکر د خپل عمل سره یو ځائے کړي نو ایا پښتانه به ارو مرو یؤ نه وي. او هر یو هم چې دغه یوه خبره جدا جدا کوي او په یو ځائے یې وکړی نو پښتون اولس به یې ونه مني څه ؟ او بیا وګوره د دوي د منزل په لاره کښې بل کوم خنډ پاتې کېږی. سېوائے د دوې د ډلو پرو جمبونه او یا افتاب شېرپاؤ ، ګوهر ایوب، او میان ګل اورنګزېب وغېره پښتانه نه دي څه ؟ قاضی حسن احمد ، مولانا فضل رحمان ، او مولانا سمیع الحق څوک دي.!
تل ودان:- واقعی دا خو ټول پښتانه دي.
بختور:- که دا ټول پښتانه دي او دا هم منې چې هر یو ځان له ځان له ډله جوړه کړېده نو دا به هم ومنې چېې دوي په شعوری طور پښتانه تقسیم کړیدي. او پښتانه د دوی د لاسه تالا ترغه دي.
پسې بیا