fbpx
رحمان بونیرئ مقالې

باچاخاني پکار ده. خو ولې؟

د باچاخانۍ مطلب دادی چې د ټوپک، کوتک او تشدد په ځایې قلم، مينه او امن پکار دی- پښتون هنر مند کرن خان په خپل تازه البم کیف کې د باچاخان دغه فکر د خپلې چاربیتې (باچاخاني پکار ده) د اهنگ په هنر سینگار کړی دی- کرن د پښتو موسيقۍ په میدان کې په دغه موضوعاتي هڅه کولو ډیرو پښتنوستائیلی دی او ملاَ یې ورته ټَپولی ده ، ځيني خلقو په کرن د یو سیاسي گوند د پلويتوب تور هم لگولی دی خو کرن گڼي دغه تورونه ډیر اوپره اوډیر عامیانه دي- د ټولنيزه رسنیو ځيني فعالين واېي داسې بریښي نيوکي کونکي په کرن خان نه یواځې په بغضِ معاویه کې نیوکي کړي دي بلکه دعدم تششد د فلسفې نه هم ناخبره ښکاري- په تیرو څو کالو کې د پاکستان په خاوره د سیاسي مشرانو بینظیر بټهو، نواز شريف، عمران خان، الطاف حسين او نورو په سياسي ډله توب اډاڼه گڼ شمیر سندرې ویل شوي دي خو په باچا خانۍ کې د سیاسي نعره بازۍ په ځاېی د امن او مينې د پیغام پرچار شوی دی-
باچاخاني، گاندهي گیري، منډیلاتوب یا مارټن توب څه شی دی؟ پښتون خان عبدالغفار خان باچاخان، هندو کرن چند موهن داس گاندهي ، افريقاېي نیلسن منډیلا او تورپوستکی امريکاېي مارټن لوتر کينگ جونیر څلور داسې شخصیتونه دي چې ټوله نړۍ یې د تشدد خلاف د مکالمې او سياسي میدان په لاره د خپلو اولسونو د حقونو لپاره د مبارزه کونکو په توگه پیژني او عزت یې کوي-
په گاندهی هندوستانیانو، په منډیلا افريقایانو او په مارټن امريکایانو په سونو کتابونه ليکلي په سوونو ډرامې او فلمونه یې پری جوړ کړي او د سیاسي او نظریاتي اختلافونو باجود ورته اتلان واېي او احترام یې کوي- خو په حیرانونکي توگه په پاکستان کې په پښتون نسله باچاخان نه خو د فنونو او نه خو په علومو کې بشپړه تحقيق شوی دی. البته د باچاخان د عدم تشدد او دتعليم لپاره د هلو ځلو د مخالفت لړۍ د پخوا راهسې راروانه ده چې ځيني مُلانو به ویل د مدرسې تعلیم د دوزخ د غوپو سبب دی- وس هم د پاکستان دننه د پښتنو په سيمه کې طالبان سکولونه په بمونو الوځوي-
که چري باچاخاني د ټوپک، کوتک او تشدد په ځایې قلم، مينه او امن غوښتل دي نو دراصل د باچاخانۍ مخالفت د ټوپک ، کوتک او تششدد پلوي توب دی – په پښتونخوا، افغانستان او نړۍ یو شمیر برخو کې داعش، القاعده او طالبان د تششدد نه کار اخلي د خلقو سرونه قلم کوي او د خپلی خوښې نظام راوستل غواړي په کوم کې چې د یو سړي حکم ته ټول خلق تړل شوي وي-
د کرن خان په تازه البم کیف کې دغه موضوعاتي چاربیتې باچاخاني پکار ده په ټولنيزه رسنیو کې دا وخت تود بحث راپورته کړیدی- په فیس بک گڼو فعالينو په خپل مخ پاڼه د کرن عکسونه لگولي دي او واېي دوېي هم باچاخاني غواړي- وتلی دانشور او څیړونکی خادم حسین ليکي “زه دا لوظ کوم چې د هغه نظم لاندې به ژوند تیروم چې د خداېي خدمت گار تحريک اساس و” وتلی شاعر ممتاز اورکزئ ليکي ” د کرن خان غږ په داسې وخت کې راپورته شو . چې دنيا په وينو او وحشت کي راګيره ده باچاخاني څه ده ؟؟ له جنګه کرکه. د امن سره مينه. د هر جابر او غاصب نه کرکه .او عدل او عادل سره مينه” زرين ذاده یوسفزی واېي “دپښتنو تر منځ تر بگنۍ ، دښمنۍ او نورې ټولنيزې ناخوالۍ حل کول باچاخاني ده”
د کرن خان په مخاليفينو کې یو تن چې په فیس بک د آصف خان اېي ډي لري او په باچاخانۍ یې سخت غبر گون ښودلی دی په خپل ليک کې افغانستان ته د ډیره سوخته افغوليستان لیکي، کرن خان ته کرنټ خان او ډم ليکي او واېي “کرن خان ښه ښکاره بکواس کوي چې باچاخاني پکار ده، یعني د پاکستان سره غداري پکار ده” آصف تور لگوي کرن خان د هند نه پیسې خوړلي او مشوره ورته ورکوي خپله کورنۍ دې افغانستان ته بوځي-
کرن خان په خپله چاربیته کې اخر څه ویلي دي؟ کرن واېي
“پښتنو داسې خوار وزار ولې یې؟
په سمه لاره شئ بې لار ولې یې؟
سوچ خو مو شته ، ستاسو د سوچ ترجماني پکار ده، باچاخاني پکار ده، خپله پښتو لکه د مور وساتۍ،
خپله حیا لکه د خور وساتۍ،
د ښو اخلاقو نمونې شئ وروڼو،
ځان له په هر کلي کې ورور وساتۍ،
د نفرتونو نه څه نه جوړیږي،
ددې جنگونو نه څه نه جوړیږي،
انسانيت او سړيتوب ایزده کړئ،
ددې ظلمونو نه څه نه جوړیږي،
تاسو د یو بله ویزار ولې یې؟
پاتې د مينې د اظهار ولې یې؟
پښتنه مينه پاکه مينه افغاني پکار ده، باچاخاني پکار ده-
د فیس بک یو فعال گوهر ننگیال واېي د آصف خان د پلار نيکه په سرکاري شناخت نامه کې پاکستان د هغه قومیت افغان ليکلی دی خو په افغانيت نيوکه کونکو ته پمعلومه نه ده چې د پلار قاميت یې څه دی- د پاکستان په تعليمي ادارو، ډوميسايل، محکمه مال او جایداد کاغذونو کې ټولو پښتنو ته د قامیت په خانه کې افغان ليکل کیږي-
په نړۍ کې وس د شخړو د حل د پاره په جدیدو علومو کې د کنفليکټ ریزولو شن په مضمون زیات زور ورکول کیږي ، کنفلیکټ ریزولوشن یا د شخړو د حل مضمون مطلببالکل د باچاخانۍ د فلسفې په شان دی-
کله چې د یو تن په ذهن کې په څه خاص وجه د خپل حق اخستو لپاره تشدد وټوکېږي او بیا د هغه د ذهن دغه د تشدد یا جگړې ماده په منطقي مکالمې سره په عدم تشدد بدله کړې شي دغه خبرې ته د شخړو د حل لاره یا سټراټيجي وايي.
باچا خان (1890-1988) پښتون قام پرسته مشر او په جنوبي ایشیا کې د عدم تشدد د فلسفې ښوونکې ؤ، د هغه مفکوره دا وه چې د اولس د ذهن نه تشدد نچوړ کړي – باچاخان په خپله سیاسي مبارزه کې د 33 کالو قید تیر کړې دی – د باچاخان په رنگه د عدم تشدد د لارې د قامي گټو مبارزه په 19مه پېړۍ کې د هندوستان عظيم ليډر مهاتما گاندي، په شلمه پېړۍ کې د امریکې تور پوستکي سياست مدار مارټن لوتهر کينگ جونير او دافريقه عظيم ليډر نیلسن منډیلا هم کړې وه خو د پښتنون مشر په پرتله ېې مبارزه په گټه تمامه شوې وه- د پښتنو په ټولنه کې نن هم تشدد موجود دی او قامي غوښتنې یې لا منل شوي نه دي. وس هم لکه د پخوا په رنگه ځيني خلق داسې شته چې د باچاخانۍ چاربیته نه شي زغملي-
نوټ: دغه لیکنه د وي او اي ډیوه راډیو له پاڼې څخه راخیستل شوې ده.