fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري پنځم فصل (اوله برخه)

بختور :- نوستا ګنې دا خیال دے چې دا انتخابات د عوامو د خپلو حقوقو لاس ته راوړلو اصولی جدوجهد دے او دا نامزد کړے شوی لیډران د دوي د حقوقو لاس ته راوړلو او دوی ته د ورکولو علمبردار.
تل ودان :- بیخي نن خو جمهوری دور دے او هر سړے دا حق لری چې د خپلې مرضۍ او ارزوګانو لارې ولټوي خو هر سړے چونکې نه لېډر کېدائے شي او نه د هر سړی انتخاباتو ته د ودرېدو عمل څه معنی لري. بلکښې د ممکن حده پورې د یوې علاقې نه د عوامو د نمائیندګۍ لپاره یو څو تنه نامزد کېږي هغوی د عوامو د حقوقو ګټلو د هغوی د مسلو حل کولو لارې ګودري هغوی ته په ګوته کوي او هغه پدې قائیل کوی چې زه ستاسو رښتونے نمائینده یم هر یو هم دا کوښښ کوي او چې کله ټول ټاکنې سر ته ورسی عوام په چا باور وکړي هم هغه د هغوي مشر وي او عوام د خپلې ورکړے شوې رائې مطابق مېوه مومي که څنګه؟
بختور:- ساده سړیه ! دا خو دې داسې خبره وکړه چې د خرو ترې تبې کېږي.
تل ودان :- ولې ؟
بختور:- که ته د خلیل جبران پدې وېنا غور وکړې نو پوهه به شې.
تل ودان :- هغه ځه وائي ؟
بختور:- هغه وائي چې په یوه شنه دره کښې یو ګډه او یو ګډورے څرېدل یو باز په هوا روان وو چې ناڅاپه یې په ګډه او ګډوری نظرپرېوتو.په خله کښې یې ورته اوبه راغلې او د برې پرې راغوټه شو.پدې کښې یو بل باز را مخا مخ شو.هغه هم چې ګډه او ګډورے ولیدل نو خپل وږے نظر یې پرې برابر کړو او هغه هم لکه د وړمبی باز پدوي را پدؤشو او چې کله دواړه بازان یو بل ته مخامخ شو نو د یو بل سره په جنګ شوچغو او نعرو اسمان په سر راواخست ګډه او د هغې بچے هم دې چغو اونعرو تردوده کړل او چې بره یې وکتل دوه بازونه د یو بل سره په جنګ ورغلی دي نو ګډوری د خپلې مور نه په معصومانه انداز تپوس وکړو ، مورې دوی ولې د یوبل سره په جنګ دي او د څه لپاره ؟ مور یې جواب ورکړو ، بچے هیڅ خبره نه ده ستا پدې ورڼو دا دومره ارت اسمان هم تنګ شوے دے بچے لاس پورته کړه او دعا وکړه چې خدائے پاک ستا دا وروڼه د یو بل سره روغ کړي ، او ګډوری دعا وکړه.
هم د غسې دا ساده اولس د دغه لېډرانو د روغې جوړې لپاره دعا کوی او چې کله هغه پخپلو کښې روغ شی نو د اولس هم دغه انجام وی کوم چې د هغه دعا کونکی ګډوری کېدائے شو.او چې کله یې د یوبل سره شریک مفاد ختم شی یا ماړه شی او یا نور وږی بازان دغه ګډه او ګډورے ووېني نو هغه هم د دوی د خلاصی لپاره مښوکې تېرې کړی.
تل ودان:- یعنې ستا دا خیال دے چې دوی یواځې خپل مفاد وینی او بس !
بختور:- بې شکه کنې نو د عواموخدمت له خو د عوامو خادم جوړېدل پکار دي او تروسه چرې هم داسې نه ده شوې چې چا په خدمت کولو د یوبل سره اختلاف کړے وي. او نه څوک هیڅ بې هیڅه پردی غمونه خپل کور له راوړی.
پسې بیا