fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري څلورم فصل (دریمه برخه) 

زبردست خان:- ساده سړیه د سره دې مازغه کار نه کوي پدې کښې د الله دا منشا پټه وه چې هغه په زمکه انسان پېدا کولو او انسان یې د دې لپاره پېداکولو لکه فرمائي ، زه پټه خزانه ووم او ما وغوښتل چې زه دې وپېژندے شم ما مخلوق پېدا کړو او هم د دې لپاره چې هغوی له خپل انعامات ورکړم.
روغانے:- نو ایا ته لکه شېطان د خدائے له اړخه زمونږ لپاره یو انعام ګڼې.
زبردست خان:- شېطان د خدائے انعام نه دے بلکښې قهر او غضب دے.
روغانے :- تا خو وس وئیل چې خدائے اوغوښتل چې خپلو بندیګانو له انعامونه ورکړي او ستا د دې خبرې نه خو دا برېښي چې د انعامونو په ځائے یې ورله قهر او غضب ورکړو .او هغه هم پداسې حال کښې چې انسان لا نه وو پېدا کړے شوے او د هغه لپاره قهر او غضب د مخکښې نه تخلیق کړے شوی وي.
زبردست خان :- تا به یو خدائے پوهه کوي. ستا پوهه کول زما د وس خبره نه ده.
روغانے :- ته چې څه وائې ستا د خبرو په رڼا کښې زه هم دومره پوهه شوم کنه بل څه مقصد لري؟
زبردست خان :- ما درته مخکښې ووئیل چې پدې کښې د خدائے منشا پټه وه خو ته ترې نور مقصد اخلې.
روغانے :- نو ته مې پوهه کړه چې هغه کومه منشا وه چې زه خو په مقصد ورسم.
زبردست خان:- خدائے شیطان د دې لپاره تخلیق کړو او مهلت یې ورته ورکړو چې هغه خپل بندیګان ازمائي او ګوري چې زما حکمونه څوک مني او څوک زما حکمونه ماتوي چې کوم خلق زما په ښودلے شوؤ طریقو عمل کوي هم دغه خلق کامیاب دي او چې چا تر‌ې مخ واړوؤ او د شېطان ملګرتیا یې وکړه هغه جهنمی دے او د همېشه لپاره به په جهنم کښې وي.
روغانے :- ګنې شېطان د دې لپاره پېدا شو چې هغه خلق بدو کارونو ته چمتوکړي او د ښو کارونو نه یې لرې وساتي!
زبردست حان :- هو بلکل ! هم د غسې ده.
روغانے :- تا خو وس ماته وئیل چې ته د شېطان نه پرښته جوړوې او وس دې پخپله هغه له لکه د نورو معتبرو پرښتو یوه ذمواری ور په غاړه کړه. لکه عزرائیل علیه سلام د خلقو روحونه قبض کوی مېکائیل باران وروي جبرائیل علیه سلام وحې راوړې او ستا د وېنا مطابق شېطان پدې ماموره شو چې خلق د ښو کارونو نه راوګرځوي او بدو ته یې چمتو کړي.او د ده په ذریعه خدائے پاک خپل انسانان ازمائي چې څوک د هغه حکمونه نه مني اوڅوک یې مني.
زبردست خان چې دا واورېدل په شغ د کوتې نه بهر ته ووتو او ناستو کسانو ټولو ډرق وهل. لږه شیبه
پسې بیا