fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري څلورم فصل (څلورمه برخه )

لږه شیبه وروستو بختور ووې.
هلکه! ماسټر صیب دا خو دې عجیبه خبرې وکړې.
روغانے :- ما عجیبه خبرې نه دي کړي بلکښې چې هغه څه وئیل د هغې جواب مې ورکړے دے.
بختور:- ښا ! دا راته ووایه چې ستا خپل څه خیال دے ؟
روغانے :- زه فکر کوم چې دا هرڅه د انسان په سوچ او فکر اډانه لري.
بختور :- هغه څنګه ؟
روغانے :- هغه داسې چې که یو سړے نیک سوچ کوي او هغه عملی کړي د هغه کار ښه نتیجه خدائي امر او دهغه ورکړه دي اوبده نتیجه شیطانی.
بختور:- نو ګنې خدائے او شېطان دوه مخالف قوتونه دي؟
روغانے :- نه ! خدائے یو دے لا شریک او لا یزال دے او د هغه همسر هیڅ څوک نشته.
بختور:- نو بیا شېطان څوک دے چې هغه د خدائے په کارونو کښې دخل اندازی وکړي؟.
روغانے:- شېطان هغه هستی ده چې د انسان د هوس قابو کولو لپاره یې یو مجسم شکل اخستے دے لکه خدائے پاک فرمائي ما د خېر او شر قوتونه د انسان په نوس کښې ګډ کړي دي.او ما تاسو له غوږونه ، سترګې ، پوهه او شعور درکړے دے آیا تاسو د عقل نه کار نه اخلئ.
بختور :- ایا ستا مقصد خو دا نه دے چې انسان بالکل مختار دے !
روغانے :- بیخی زه هم دغه فکر کوم هغه لا دا خبره کوله چې سپین ږېرے بابا و ټوخېدو د خپل ځائے نه را با څېدو د تود بېلر خواله راغے او په ژړه غونی اواز یې اووې.
بابا:- هلکه دا نن مو کوم بحث شورو کړے دے زما ورته د وختی نه خیال دے خو خبره ایله وس ځائے له راغله نو زه پکښې هم وار اخلم او ناستو ټولو ملګرو په شریکه هغه له د وېنا اجازت ورکړو.
بابا ډېر په تسلئ او دمه اواز او وې. هلکه ماسټر جی تا څه وئیل چې انسان پخپل عمل اختیار لری چې کومه اراده ولري هغه کار ته غاړه ووځي د ده هر عمل د ده په اراده موقوف دے او نتیجه د ده په کړنو. هیڅ بهرنے قوت د ده د ښو او بدو نه زمواردے او نه دے پدغه کړنو مجبور بلکښې چې څه کرې هغه به رېبې؟
روغانے :- هو بابا زه هم دا فکر لرم.
بابا :- نوبیا ګنې ته نصیب او تقدیر نه منې؟
روغانے :- زما په خیال چې کوم څېز ستا په ولقه راشي هغه ستا مقدر د ے او چې ته د کوم څېز په ولقه ورشې دغه دې نصیب دے.
بابا :- هئ شباشې ! لیکن خلق خو وائي چې څه دې په نصیب کښې وی هم هغه به در رسي.که ته د تقدیر بدلولو هر څومره کوښښ وکړې نه یې شې نورولے او ستا ټول عملونه ستا د زېږېدونه ډېر مخکښې په لوح محفوظ لیکلے شوی دي نو بیا د انسان د خود اختیارئ څه معنی؟
روغانے:- که انسان پخپلو عملونو کولو اختیار نه لری او مجبور وي چې څه هم د هغه لپاره لیکلے شوی دي هم هغه به کوي نو بیا خو هډو هغه په بدو کولو قصور وار نه دے او په ښه کولو د انعاماتو حقدار.که هر عمل کوی که ښه که بد ، هغه د هغه د کولو لپاره ډېر مخکښې لیکلے شوېدے او په د غه عملونو خو سړے هډو تورن نه دے او د شېطانی وسوسو اوبدو عملونو ته د لاپو څه ارزښت ؟ او پدغه عملونو به سړے ولې جهنم یا جنت ته ځي او د شېطان څه ګناه ده؟.
بابا :- ټیک شوه ځه ! که سړے خود مختاره دے د ښو او بدو عامل پخپله دے نو بیا خو ښه او بد د ده دلاس دي نو د لوح محفوظ لیک به څنګه وي؟
روغانے :- اوبیخي دلته انسان د خپلو عملونو زموار پخپله دے. او د لوح محفوظ نه مراد د الله تعالی د علم تختۍ ده . یعنې هغه ته دا معلومه ده چې زر کاله یا لس زره کاله پس به څوک څه عمل کوي یا به ورسره څه عمل کېږي کوم سړے به ښه کوي او کوم به بد او زه فکر کوم چې د الله تعالی دغه علم ته د لوح محفوظ نوم ورکړے شوېدے. او هیڅ یو مخلوق ، وخت او ځآئے دهغه د علم دروغژن ګرځولو جرآت نشي کولے. د دې اورېدو سره په ډرق ډرق د خندا اوازونه پورته شو او چې مونږ کتل سپین ږیرے نه وو.
پسې بیا