fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري څلورم فصل (دوهمه برخه)

شېطان د دغه بغض او حسد له وجې د ادم او دهغه د اولاد ازلی د ښمن دے او کوښښ کوي چې د ادم اولاد د ښه کارونو نه منع کړي او په بدو کړونو یې اخته کړي او خپل زړه یخ کړي.
روغانے :- واقعي چې دا زمونږه ازلی دښمن دے خو زه پوهه نه شوم چې زمونږ سره یې په څه د ښمنی را واخسته ځکه چې ادم علیه سلام خو ده ته هیڅ هم نه وو وئیلي که څه ورسره شوی وو نو هغه ورسره خدائے پاک د حکم ماتولو په وجه کړي وو.او دښمن زمونږ شو. رښتیا ده چې اوبه ځي ځي په کمزوری ځائے ما تېږي.
زبردست خان:- زمونږ پدې دښمن شو چې دا هر څه ورسره زمونږ په وجه وشول نور دے خو وو ازلي بدبخته لیکن په دغه ځائے کښې یې خپل خوی ښکاره کړو.
روغانے:- عجیبه خبره دې وکړه چې په ازل کښې شېطان وو او بدبخته وو نوازل خو خدائے پاک پېدا کړے دے او بیا به یې شېطان پېدا کړے وي. زه خوحیران یم چې الله پاک په هرڅه قدرت لري او هغه ته به یقینی دا معلومه وه چې شېطان بد بخته او ملعون دے د الله پاک هر کار خو د خېر دے او په هر څه قدرت لري د مخکښې او وروستو هر څه هغه ته علم دے او دهغه ټول اوامر او ارادې د خېر دي. بیا څنګه ومنم چې هغه دې یوه داسې بې خونده اراده ولري او د بدئ تخلیق دې وکړي.
زبردست خان:- بې شکه د خدائے پاک هر عمل او اراده خېر اونېکی ده خو د شېطان په تخلیق کښې د الله پاک یوه منشا پټه ده.
روغانے:- هغه کومه منشا ده چې د هغې لپاره الله پاک شېطان پېدا کړو او که د شېطان په تخلیق کښې د الله پاک منشا پټه وي نو هغه خو بیا زمونږ د ښمن نه شی کېدائے بلکښې مونږ له د هغه لټون پکاردے او د الله پاک ددغې پټې منشا نه ځان خبرول پکار دي او دغه ګټه د لاسه ورکول نه دي پکار.
پسې بیا