fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري څلورمه برخه (لومړی فصل)

یوه ښائیسته نورانی بشره تکه سپینه اوږده اوږده ږیره او تک سپین لوئ لوئ وېښته چې په اوږو ورته ځانګي. اوږدې تسبې په لاس د کوټې په یو ګوټ کښې په خپل ذکرکښې مشغوله دے.باهر واورې ورېږي او د ډېر یخه د سړی هډوکي و چېږي. دننه په کوټه کښې بېلر سور دے او اعتبار خان ورته نور لرګي ور پسې کوي او لا غرغنډه جوړوي.او د اور د دغه تاؤ له وجې کوټه داسې ګرمه شوېده چې خوپه ترې خېژي.
بختور روغاني ته سترګه اووهله او په زوره یې او وې واقعي شېطان د انسان ازلې د ښمن دے او سمه لاره ترې خطا کوي.پداسې کولو شېطان ته څه فائده ؟ روغانے خندرویه شو او په شرارت کښې یې او وې.
روغانے :- شیطان د انسان د ښمن نه دے او نه هغه ته پدې کښې څه فائده شته او نه دا کار هغه د څه ګټې تاوان لپاره کوي. بلکښې د نورو فرښتو په څېر دهغه ذمواري ده چې هغه یې سر ته رسوي.
زبردست خان چې دا واورېدل د قهره تک سور شو او وې وئیل.
زبردست خان :- استاد صېب دا ته په کومو ګډو وډو سر یې اوس را ته د شېطان نه پرښته جوړوې. هوښیار سړے یې سمې خبرې کوه ، ولې د ناپوهانو کارونه کوې.روغانی بیا په خندا کښې او وې.
روغانے :- خېر دے ځه ستا نه به سمې خبرې واورو.
زبردست خان:- زه دا نه وایم چې زه هوښیار یم خو ستا دا خبره منا سب نه ده.
روغانے:- نو ګنې په رښتیا شېطان د انسان د ښمن دے ؟
زبردست خان:- هو بالکل!
روغانے:- هغه څنګه ؟
زبردست خان:- هغه داسې چې کله الله پاک ادم علیه سلام پېدا کولو نو پرښتو ته یې وفرمائیل چې زه په زمکه ادم پېدا کؤم او پرښتو ورته او وې چې ایا تاسو په زمکه هغه څوک پېدا کوئ چې هغه به په زمکه ورانے کوي او د یو بل وینې به تویوي او که ستاسو تعریف او توصیف لره وي نو مونږ خو هر وخت ستا ثنا وایو او ستا حکمونه منو او تاته سجدې کوؤ او الله پاک او فرمائیل چې زه څه پېژنم تاسو هغه نه پېژنئ.
او چې کله یې ادمٔ جوړ کړو نو هغه ته یې پخپل حکمت د څه څیزونو نومونه وښودل او بیا یې د پرښتونه تپوس وکړو چې دې څیزونوته څه نومونه وائي هغوي عرض وکړو چې د دې علم تا مونږ ته نه دے ښودلے . الله پاک د ادم علیه نه هم هغه پښتنه وکړه او ادمٔ ورته د هغه څیزونو نومونه واخستل. پدغه وخت الله پرښتو ته حکم ورکړو چې ادم علیه سلام ته د تعظیم سجده وکړي.پرښتو ټولو سجده وکړه او ابلیس انکاروکړو.او چې کله ترې د انکار وجه وتپوسلے شوه نو هغه سپینه کړه چې زه پده غوره یم زه د اور نه پېدا یم او دے د خاورې نه او پدغه سجده نه کولو الله پاک هغه ملعون کړو او همېشه به په دوزخ کښې وي.
پسې بیا