fbpx
مقالې ناشنا شینوارئ

پښتانه دې لږه پښتو وکړي

پښتانه دې لږه پښتو وکړي
که په لراوبرکې دوه میاشتې ټول پښتانه یوازې په پښتو ژبه خبرې وکړي
یوازې په پښتو لیک او لوست وکړي

یوازې په پښتو مکتوب ولیکي

یوازې د پښتو ورځپاڼې ولولي

یوازې د پښتو تلویزونې خپرونې وګوري

یوازې د پښتو رادیو واوري

یوازې د پښتو ویب پاڼې ولولي

یوازې د پښتو موسیقي واوري

یوازې د پښتو ښونځې ته بچیان واستوي

یوازې د پښتو لوحې په دکانواوکورونو ولیکي

یوازې د پښتو سره مینه وکړي

نو هله به بیا پښتو کاملن دپوهې، حکومت ،دوتر، رسنو، هنر او ادب ژبه شي، او پښتنو ته به بیا خپله ژبه کار، نوم، او قدر ورکړي

یوازې د کابل ولایت پښتانه دې دا وه ازمايي، چې پلازمینه هم ده او دکابل ډیری وګړي پښتانه هم دي خو دکابل ولایت هرې برښې ته چې لاړ شې درې ویل کیږي درې هم زمونږ د هیواد ژبه ده خو پښتو مو مورنې ژبه ده هسې مې دکابل نقشې ته نظر وکړو او پکې وګرزیدم خو د پښتنو بیغوری ته مې سوچ وکړو چې پښتنو پخپله خپلې ژبې ته پاملرنه نه ده کړې

دکابل ولایت ولسوالی دي عبارت د سروبې، بګرامې، ده سبز، چاراسیاب، موسايي، خاکې جبار، شکردره، ګل دره، استالیف، قره باغ، میربچه کوټ، کلکان او پغمان.

اوس تاسو پخپله قضاوت وکړی چې دا ټولو ولسوالو اوسیدونکې تقریبن ټول پښتانه نه دي؟ نو کم نه کم دکابل ښار او په ذکرشوو ولسوالو کې به په سلو کې د اتیاوو فیصدو څخه ډیر پښتانه نه وي؟
نو بیا ولې پښتانه دومره بې غوره دي چې پخپل کور کې پښتو نه وايي؟
پښتو خو ډیره خوږه ژپه هم ده چې د نورو هیوادو وګړي هم ډیره مینه ورسره لري او زده کوي یي او په دې ورستیو کې په نړۍ کې په نظامې برښه کې د اینګیسې څخه وروسته پښتو ژبه زده کیږي، او د پښتنو خپله نظامې برښه نورو ژبو ته اوړي، نو په پښتنو پخپله څه شوي چې خپله ژبې ته خدمت نشې کولی؟
بله دا چې نړۍ والو څیړنو دا پوره ثابته کړې چې ماشوم یوازې په مورنی ژبه ښه زده کړه کولی شي نو د خپلو بچیانو سره خو زیاتې مه کوی چې مجبور نه یاست او په بله ژبه لیک لوست پرې کوی، دا زما خپله تجربه ده چې زه وړوکی وم په کابل کې ښونځې ته تللم درسونه په دري وو خو په هیڅ نه پوهیدم چې ښونکې به څه ویل بس سر به مې خوځول
سره ددې چې زه زیرک ماشوم وم خو اصلي ستونزه دا وه چې ماشوم په مورنې ژبه ښه پوهولی شې او پوهیداې شي
ځینې پلورنه او میندې واي چې پښتو خو یی خپله ژبه ده پریده چې بله ژبه هم زده کړي خو دا خبره سمه نه ده ځکه چې په کم عمر کې ماشوم په مورنې ژبه ښه پوهه حاصلولی شي
اوس پښتو ژبه د پخواه په نثبت ډیره بډاه ده او ډیر علمې کتابونه لري او هره ورځ ډیر شمیر ورته ژباړل کیږي ډیرې د پښتو راډیوګانې، تلویزونونه، ورځپاڼې او نور مواد لري او کله چې ټولو پښتنو خپلې ژبې ته مخ راواړولو نو ددې په سل ځله به پښتو غني شي
نور قومونه د خپلې ژبې لپاره ټول عمر خواري کوي چې ژبه یی غني شي خو د پښتنو څخه غني ژبه غریبه کیږي
پښتانه ګیلې کوي چې پښتو ته څوک حق نه ورکوي دا خو پښتانه پخپله دي چې خپله ژبه او خپل ځانونه یی بې حقه کړې
که پښتانه په پښتو خبرې وکړي د هیواد نور وګړي به هم پښتو زده کړي او دغه دژبنی بدبختیو څخه به هم خلاص شو

په پښتنه مینه