fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري دریم فصل (۱۴)

خاوند له د مهر څه برخه د واده نه مخکښې ورکول ضروری دي که د واده نه مخکښې یو هلک د بلې جینئ سره مینه شورو کړي او خپل وړمبي سخر ته د هغه د لور سره د واده نه کولو جواب ورکړي نو د جینئ پلار مختار دے چې هغه د دغه سړي راوړے سامان واپس نه کړي. د دې په خلاف که د جینۍ پلار اراده بدله کړي نو هغه به د هلک د راوړي څېزونو دو چنده ورکوي.
د پلار په جائیداد د هغه د ځامنو حق برابر دے. لیکن د چا چې ودونه شوی دي په هغوي فرض دي چې بغېر واده واله له د مساوي حق نه علاوه دهغه د واده خرچه هم ورکړي.مېرني وروڼه که د یو پلار نه وي د پلار په جائیداد برابر حق لري البته د مېرې مور په جهېز کښې بنځي هیڅ حق نه لري . که یو بچے قصور وار وي پلار یې حق کولے شي. د وینځې سره کور والے کول روا دي که د هغې نه اولاد پېدا شي او په ژوند کښې ورته یو وار هم ځوئے او وائي نو د مالک د مرګ نه ورورستو د وینځې او د هغې د بچو په جائیداد کښې برا بره برخه ده. او که مالک د وینځې بچی ته خپل ځوئے نه وی وئیلے او د ځوي په نوم یې نوي را بللے نو د هغې په بدله کښې به د هغه دمرګ نه وروستو وینځه او د هغې بچي اذاد ولے شي اوپه هغوي به بل د هیچا څه اختیار نه وي.
کونډه د خاوند په کور کښې تر مرګه ووسېدے شي هیڅ څوک به هم هغه ددغه کور نه نه وباڅي.او نه څوک دغه کور د هغې په ژوندوني خرڅولے شي. د خاوند په جائيداد کښې د هغې هم یوه برخه ده.غلامانو ته د اذادوښځو سره د واده کولو اجازت دے او که د دغه رشټې نه اولاد پېدا شی هغه به اذاد وی. د غلام مالک دغه اولاد خپل غلام نه شي جوړولے.کونډې ښځې ته د دوېم واده اجازت دے. خو که بچی یې واړه وي نو د عدالت نه به اجازت اخلی.کونډه او دهغې نوے خاوند به ضما نت ورکوي چې د ماشومانو جائیداد به امانت ساتي د ماشومانو به مناسب ساتنه کوي او د کور څه شے به نه خرڅوي. کونډه ښځه د بل واده په وخت خپل راوړے جهېز د نوی خاوند کره وړے شي. لیکن د واده په وخت کښې نورې اخستې ډالۍ به د خپل اول خاوند اولاد ته پرېږدي. لور د پلار په جائيداد کښې د هغه د ځامنو برابر برخه ایزه ده.لیکن هغه دغه جائیداد خرڅولے نشي. او نه د هغې د مرګ نه وروستو د هغې اولاد د دغه جائیداد حقدار دي. بلکښې د هغې وروڼو ته به پاتې کېږي.
ما ما ! فکر کوم پوهه شوے به یې !
ما ما ! یعنې ستا خیال دے