fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري درییمه برخه (۱۳)

که چا به په چا د دروغو الزام ولګولو، مدعي به مړکولے شو.د شوک مارو سزا مرګ وه. او که د شوکې تصدیق به وشو د چا نه چې به شوکه یا غلا شوې وه حکومت به هغه له پوره معاوضه ورکوله.زنا کاره ښځه به سین ته ګذارلے کېده.لیکن د دې اختیار به د هغې د خاوند سره ووکه هغه به خپله ښځه وبخښله نو عدالت به پرې هم څه کار نه لرلو.که یو اذاد سړے به په یو بل ملک کښې ونیوے شو. او په کور کښې به یې د بچو ګذاره کېده. نو په ښځه یې دا فرض اېښودي وو چې د کور حفاظت به کوي. او که په دغه حالت کښې به هغې د بل چا سره لار واخسته. نو دغه ښځه به وژلے کېده. د ننګور سره د کور والي سزا هم مرګ وه. د فوځی ملازم جائیداد اخستل خرڅول بېخي منع وو.او نه د هغه جائیداد د ښځې او یا ځوی په نوم کېدائے شو. البته که د غه ملازم به په جنګ کښې ونیوے شو یا مړ شو او بچی به یې واړه وو نو دهغوي د خسمانې لپاره به درېمه برخه جائیداد هغوي ته حواله کېدو.البته ځاني جائیداد د فوځي د بچو او ښځې ملکیت وو.
د اجارې یا برخې په زمکه شوے فصل که د سېلاب له وجې خراب شي نو اجاره دار ی برخئیز او مالک به دواړه هم پدغه حساب نقصان برداشت کوي که د سوکړې یا سېلاب له وجې زمکه فصل ونه کړي نو کروندګر به ددغه کال د پاره د قرض او سود دواړو ورکولو نه اذاد ګڼلے کېده. که د یو زمیندار د لختي اوبه به د بل زمیندارپټې ته لاړې او د هغه فصل به یې خراب کړو نو د دغه لا پرواهۍ په وجه به د زمیندار تاوان د اوبو والا په په سروو.
د کور به چاته په کرایه ورکولو با قاعده کرایه نامه د ګواهانو په مخ کښې لیکلے کېده.د قرض او سود رواج هم وو. او د سود لپاره باقاعده شرحه مقرر وه.که دا به په ډاګه شوه چې چا د قرض داری نه د هغه مقرر شرحې نه زیات سود اخستے دے نو د قرض ټول رقم به یې ضبط کولے شو یعنې په سود لپاسه سود سخت منع وو.کم تلؤنکے به سین ته ګذارلے کېده د خیانت کونکې نه به پنځه چنده زیاته جرمانه اخستے کېده . د لین دېن لپاره ګوا هان ډېر ضروري ښودلے شوي دي.
د نر او ښځې واده یوه معاهده وه . که د واده نه مخکښې دغه معاهده ونشي عدالت به دغه واده نه تسلیموي که یوې ښځې د ځان سره په جهېز کښې څه راوړی وي. او د هغې خاوند هغې له طلاق ورکړي نو د هغې جهېز به هغې له واپس ورکوي. او ورسره به مهر هم ورکوي.او که ښځه د خپل خاوند نه طلاق اخلي نو خپل جهېز به هغه ته پرېږدي. او څلور سوه ګرامه سپین زر به هم خپل خاوند له ورکوي که ښځه د خپل خاوند نه طلاق او غواړي د هغې د چال چلن جائزه د ې واخستے شي که هغه پاکه وي هغه دې د خپل جهېز سره د مور کره پرېښودے شی که یوه ښځه د چا وي دوېمه واده منع د ے البته که یوه ښځه د تل لپاره ناجوړه وي نو دبل واده کولو اجازت د ے.لیکن په داسې صورت کښې د زړې ښځې ساتنه په خاوند فرض ده، خو خوښه د اولې ښځې ده که هغه به دغه کورکښې ووسېدل نه غواړي نو د خپل جهېز سره د پلار کره تلے شي.
پسې بیا