fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري دریم فصل (۱۲)

په زور زبردستئ د ښځو وارثان مه جوړېږئ که تاسو یو ښځه پرېږدئ ( طلاق ) او دوېمه کوئ او اولې ښځې له مو ډېر مال ورکړے وي نو د هغې نه یې بېرته مه اخلئ او که ترې مال اخلئ ظلم به کوئ ځکه چې ستاسو مال د هغوي سره د کور والي په بدله کښې د هغوي شوے دے. د کومو ښځو سره چې ستاسو پلار نکاح وکړي د هغوي سره نکاح مه کوئ . په تاسو ستاسو میاندې، لوڼه، خویاندې،ترورانې ، ورېرې او خورځې او هغه میاندې چې تاسو یې پۍ خوړلي دي رضاعي خویاندې او خواخیانې حرام دي او چې د کومو ښځو سره تاسو کور والے وکړئ د هغوي لوڼه په تاسو حرام دي.مېرنے اولاد ( ورور خور) او دوه خویاندې یو ځائے کول هم حرام دې.او خاوند والا ښځې هم په تاسو حرام دي.د دې نه علاوه نورې په تاسو حلالې دي. خو داسې چې پخپل مال خرڅ کولو ورسره واده وکړئ او د کومو ښځو نه چې تاسو ګټه پورته کړئ د هغوي حق مهر ورکړئ د حق مهر مقرر کولو وروستو که پکښې په رضامندۍ څه زیاتے کمے وشي نو په تاسو هیڅ حد نشته.
د یوبل مال نا حق مه خورئ.یو بل ته ضرر مه رسوئ هیڅ عربی له په عجمي او عجمي له په عربی تور له په سپین او سپین له په تور غوره والے نشته . هنه د الله په نېز غوره سړے هغه دے چې نیک عمله وي او لنډه دا چې مسلمان هغه دے چې د هغه د لاسو او ژبې نه یعني د کردار او ګفتار نه بل سړے په امان وي.
او ماما ! د ټولو نه د مزې خبره دا ده چې د موسوی شریعت نه خوا وشاه نهه سوه کاله وړاندې چې حمو رابی با چا کوم قانون وضع کړے وو یا ورته خداوند مردک له اړخه ورکړے شوے وو.په هغه قانون کښې موسوی شریعت په پوره کمال په نظر راځي.د حموربی په ضایطه قانون کښې د هغه وخت د ژوند ژواک او راپېښو پېښو او د هغوی د تدارک لارې ګودرې په ګوته کړے شوی دي.او که د غور وړ نقطې یې په سر سری نظر وګورو. نو پوهه به شو. د هغه د قانون مطابق سزاګانې دوه قسمه دي یعنې مالی سزا او بدني سزا. بدنی سزاګانې لکه لاس پرېکول ، غوږ ، پوزه ، او ژبه وغېره پرېکول په اور سوزول او سین ته ګذارل وو. په مالی سزاګانو کښې به جرمانه ادا کولے شوه. په دغه وخت کښې لا د جېلونو نظام نه ووراګډ شوے په دغه وخت کښې به هم د مرګ په بدله کښې مرګ ، د سترګې په بدله کښې سترګه ، او د لاس په بدله کښې د لاس سزاګانې ورکړے کېدې. د غل سزا هم لاس پرېکول وو. که
پسې بیا