fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري دریم فصل(۱۰)

مومنانو تاسو ته د وژلی شوی په باره کښې د وینې بدله په وینه پوره کولو حکم درکول کېږي. د اذاد په بدله کښې اذاد او د غلام په بدله کښې غلام ، د ښځې په بدله کښې ښځه ، او که قاتل ته د مقتول وارثان په بدله کښې څه معاف کړي نوبیا په وارثانو به خوشحالئ سره د معافۍ عملی کول او قاتل ته په خوشحالئ سره د معاف شوی څیزونو نه علاوه په خوشحالئ ورکول پکار دي. دا د خدائے له اړخه په تاسو مهربانی او اساني ده.او چې څوک د دې نه مخ اړوي د هغوی لپاره دردونکے عذاب دے.
په تاسو فرض دي چې څوک مشر د خپل میراث مطابق خپلو وارثانو ته وصیت وکړي . چې څوک وصیت واوری اوبیا یې بدل کړي . د دې ګناه به په بدلونکي وي. بې شکه خدائے اورېدونکے دے. او که چا ته د وصیت کونکی له اړخه د بل د حق تلفئ ویره وي او هغه په وارثانو کښې صلح وکړي نو په هغه هیڅ حد نشته بې شکه خدائے بخښونکے دے.
د یتیمانو مال هغوی ته حواله کړئ د هغوی پاک مال په خراب مال مه بدلوئ او مه د هغوي مال د خپل مال سره شریک خورئ. دا ډېره بده خبره ده او که تاسو ته دا ویره وي چې د یتیمانو جینکو سره به انصاف ونه کړے شئ. نودهغوي نه سېوا چې تاسو ته کومې ښځې ښې لږي او ستاسو خوښې شې ، دوه ، دوه ، درې ، درې ، یا څلور ، څلور په نکاح اخستے شئ او که دا ویره درسره وی چې د ټولو ښځو سره به انصاف ونه کړے شئ نو یوه ښځه يا وینځه او یا نوکره چې ته یې مالک یې په نکاح واخله داسې به ته د بې انصافې نه لرې پاتې شې .
ښځو له د هغوی مهر په خوشحالئ ورکوئ هنه که هغه تاسو ته پخپله خوښه څه پرېږدي هغه تاسو خوړے شئ او خرڅ کولے شئ . کم عقلو او نا پوهه خلقو له د هغوی مال په لاسو کښې مه ورکوئ چې د سمبالخت لپاره ستاسو په لاسونو کښې درکړے شوے وي.د هغوي مال په هغوي خر څ کوئ.او ښې خبرې ورسره کوئ . یتیمان چې کله په عقل پوره ووېنئ د هغوي مال هغوي ته واپس کوئ.او د دې وجې د هغوي مال په تادئ سره فضول مه خرڅ کوئ او ضائع کوئ چې دوي به لوئې شي او ستاسو نه به خپل مال واپس واخلي. چې د چا ګذاره کېږي هغه ته د داسې مال خوراک یا خرڅولو نه ځان ساتل پکار دي او چې غریب وي هغه دې مناسب مال د ضرورت مطابق خرڅ کوي او چې کله د هغوي مال هغوي ته واپس کوئ نو د ګواهانو په مینځ کښې او مخ کښې.او رښتیا خو دا دي چې خدائے پاک ښه حساب اخستونکے دے. چې کوم مال د مور و پلار او رشته دارانو نه پاتې شی او هغه مړه شي
پسې بیا