fbpx
رضا محمد رضا مقالې

د پښتو ژبې د بقا عمومي ستونځې (8)

خان شهيد د نيوکو په ځواب کښې وایي۔
د خپلې ژبې په خط کښې د پردۍ ژبې د ټکي معنا نه بدلېږي۔ که د پاکستان معنا په “باکستان” ليکلو او د بلوڅ معنا په “بلوس” ليکلو نه بدلېږې نو د عراق په “ايراک” او عرب په “ارب” ليکلو به ولې بدلېږي۔ که د لکهونو پښتنو د الحمد پر ځای د “الهمد” او د صمد پر ځای د “سمد” ويل په لمانځه کښې ګناه نه بلل کېږي۔ که په انګرېزي کښې صمد په(S) ليکل ګناه نه وي۔ نو په پښتو کښې په “س” ليکلو به ولې ګناه وي۔
د اړي په وخت کښي د پردۍ ژبو ټکي اخيستل روا دي خو د هغې ژبې رنګه ليکل تاواني دي۔ طوطي دي واخلو خو “توتي” دې وليکو۔ چي خپل توري لرو نو پردي ولې واخلو۔ چي “توره” لرو نو”سيف”ولې اخلو ليک دود داسې پکار دی چي د هغه هر توری په اساني او له شکه وتلی ولوستل سي۔ له بده مرغه د پښتو اوسنی ليک دود له پرديو ژبو اخيستل سوی دئ نو پوره او له شکه وتلی نه سي لوستل کېدای لکه “لور” يو توری دی چي څو رنګه لوستل کېدائ سي ځکه چي هجې يي له حروف سره سمې نه ليکل کېږي. د تازي ژبې پېزې زور، زېر، پېش له ټکو سره ولګوي چي څۀ کار کوي خو پوره کار نه کوي ولې چي د ارين ژبو ځېنې ږغونه په تازي ژبه کښې نسته خو موږ بايد د تازي ژبې پېزو ته نه کښېنو بايد داسې نخشې نښانې جوړې کړو چي زموږ له اوسني خط سره ولګيږي۔ په لږ فهم او زيار سره د پښتو داسې خط جوړېدلائ سي، چي وتازي خط ته نزدې او ورته وي او هم به زياتره پېزې له ټکو سره ولګول سي۔ هم به يي ټاپ او هم ټاپه اسان وي پښتو کښې دا دوه ږغونه له سره نسته۔ څرګنده “ے ” يا (ے معروف) لکه پير ، امير وزير کښې “ے” ده او بل ږغ دئ څرګند “و” (و معروف) لکه په بود، نمود او سود کښې۔ په پښتو کښې دا دوه ږغونه د زېر او پېش په ډول ادا کېږي۔ خو تاوان دا دئ چي موږ هر ځای “ے” او “و” د زېر او پېش پر ځای نه ليکو، لکه ګلستان ، ملتان۔ که هغه “و” چي د پېش پر ځای ليکو نو هغه به له هغه بله “و” چي خپل ږغ لري لکه “وران” نو بيا داسې(و) ليکل غواړي۔ نو دا به اسان وي۔ “ے” چي د زور پر ځای ليکل اوږده “ے “(ے مجهول) لکه “ته ځے”۔ دا چي په منځ کښې راځي بيا لاندې باندې ټکي لګېږې او چي په پای کښې وي بيا يي بېلتون نه کېږې۔ بل دئ اوږد “و” ( و مجهول)۔ د “ھ” بېل رازونه دي ” ه” “ھ۔” “ہا” بايد له چرګۍ “ھ” څخه کار واخو لکه هر، مهربان لکه پارھ۔ بيا خان شهيد د “و” او “ے” نخښې تجويز کړي دي۔ پاته سوه هغه د توري په پائ کښې د زور لپار پکار ”ہا‘‘ داسې ده۔