fbpx
مقالې

زمونږميلمستياهم دمخ ملازې شوه

لیکوال افغان جرګه
ليک نعمت رضا
زمونږمشرانوبه خبره کوله چې حجره اوجومات خور او وروردي چې چرته دکلي جومات وي نوهلته به خامخه ورسره حجره هم وي غالباً دغه وجه ده چې زمونږقبائيلي سيموکښې حجره اوجومات څنګ په څنګ په يوه چارديوارئ کښې وي مشرانوبه وئيل چې حجره دميلمه کوروي اوجومات دخداے کوروي حجره په ميلمنوښايسته وي اوجومات په عبادت ښکلے ښکاري .
خوچې دکله نه زمونږپه سيموکښې دبيټکونورواج پيل شوې دے نودحجرو وقاراوعظمت ته زښت ډيرزيان رسيدلے دے چې ورسره زمونږميلمستياتاريخ هم متاثره شوې دے ميلمه پالونکي خومونږاوس هم يوخودهغه ميلمه دارمداردزړۀ نه کووچې پيژندګلوئې وي که سرخوړلے نودخداے ميلمه سرخوړلے دے چې نۀ ئې پيژنومطلب داچې نن سباميلمستيادمخ ملازې شوه پخوابه که غربت ووخومينه اواخلاص هم په خلقوکښې ډيروونن سباپيسه ډيره ده اواسانتياوې هم ډيرې دي که نۀ شته دے نوخلوص اومينه نۀ شته …پخوابه که څوک ستړے ستومان دغرۀ نه يادپټي نه راغلونومانځۀ ته به جومات ته تللوچې مونځ به ئې په لاره کښې کړے ؤنوکورته دتللونه وړاندې به حجرې ته ښکاره کيدوچې څوک ميلمه خوبه نۀ وي راغلے …که دچاخپل ميلمه به ؤيابه خدائي ميلمه ؤدهغۀ خاطرمدارت کښې به چافرق نۀ کولوميلمه به بس ميلمه ؤنن سباکه دچاميلمه راشي نوهغه به خپل ميلمه دمټ نه اونيسي اورسابه ئې خپل بيټک ته بوځي دکلي خلک پرې ځان ناخبره کړي چې مونږخوبيخي ميلمه ليدلې هم نۀ دے داڅۀ کوئ چې اوس خوداسې هم کيږي چې چاته ميلمه راشي اوهغه ميلمه دکلي يوتن ته اووائي چې وروره ! هغه پلاني ته خوغږوکړه چې دپلاني ځائې نه ستايوميلمه راغلې دې نوهغه تن به داسې ځواب ورکړي چې خولۀ به دې پيکه شي ورته وائي به چې کليواله ! خفه نۀ شې زماخوورسره خبرې اترې نۀ شته هغه مخامخ کورئې دې دروازه ورته اوواهه څوک به را اوځي اوپه مخه به درنه لاړشي …هلکه دخداے بنده چې ستاورسره نۀ لګيږي خوڅوک وروليږه …پخوابه چې څوک ميلمه راغلونوهغه به ئې اول حجرې ته بوتلوډوډۍ به ئې پرې اوخوړه اوبيابه ئې پرې چائې وڅښلې نوورته به ئې اووې چې تۀ اوس لږارام وکړه زۀ راځم …چې سړے به ئې دسردښمن هم ؤخوميلمه ته به ئې داسې نۀ وې چې زماورسره نۀ لګيږي هغۀ تن ته به ئې ځواب وليږلوچې ستاميلمه راغلے دے …مطلب مې دادې چې پخوادښمنۍ هم دسيالۍ وې اونن سبادوستانې هم دمطلب دي …هغه دايوب صابرخبره چې
دښمني هم نقصاني ده
په دوستۍ کښې هم تاوان دے
دلته به دخپل وړوکتوب يوه خبره راوړم کال خوماته په يادنۀ دې خودومره مې ياديږي چې ماپه اول جماعت کښې سب وئيلودماښام خړه وه زمونږدکلي منځ کښې يولوے ميدان ؤچې نن سباپکښې کورونه جوړشوي دي مونږپکښې لوبې کولې چې په دېکښې يوهلک چې زماملګرے ؤپه منډه راغې چې آنيا( نيا) دې په غصه کښې ده اوپه منډه دې غواړي زۀ په منډه منډه خپل کورته راغلم چې دروازې ته ورسيدم نوآنيا ( نيا) مې د ډوډۍ شکورلاس کښې نيولې ؤماته ئې اوې چې تۀ لوبې کوې اوحجره کښې ميلمانۀ راغلي دي که پلاردې راغلونوبيادې خيرنۀ شته ماشکوررا واخيستوزمونږحجره زمونږدکورنه لرې وه نومونږبه دواړوپه حجره کښې برخه اخيسته ميلمه په لوئې حجره کښې ؤچې کړکۍ نه دننه شوم نومشران ډوډۍ ته ناست ؤؤيومشربل هلک ته غږکړوچې هلکه ! شکور ترې اونيسه مشرانوچې ډوډۍ اوخوړه بيامونږته مشرانواوې چې تاسوهم کېنئ اوپه سکون سره ډوډۍ اوخورئ مونږچې ډوډۍ اوخوړه نوبيايومشرپه قطارټول شکورونه کېښودل اوپاتې ډوډۍ ئې په ټولوشکورونوکښې يوبرابرکېښودله نوپه هريوشکورکښې يوه ډوډۍ روغه اوبله نيمه ډوډۍ اورسيده په دې هغه مشرمونږته اووئيل چې بچيو! تاسوڅۀ اوليدل اوڅۀ مو محسوس کړل ؟ نومونږيوبل ته په حيرانتياسره اوکتل نومونږپه نه سرونه اوخوزول نوهغۀ مشراوئيل چې زماپه کورکښې نن هيڅ نۀ ؤؤډوډۍ ،ترکاري مونۀ ؤؤپخه کړې نووارمې خطانۀ کړواوداوبوجام مې په شکورکښې کېښودواوحجرې ته مې راوړوڅوک ماته پيغورنۀ شي کولې ولې چې حجرې ته مې شکور را اېستلې دې اوپه وېش کښې يونيمه ډوډۍ هم شکورکښې راغله چې هغه به زمابچي اوخوري …داخبره مې درته ځکه وکړه چې کورکښې څۀ هم وي په هغې باندې مۀ شرميږئ حجرې ته ئې راوړئ حجره مۀ پريږدئ خوډيرافسوس دې چې نن زمونږحجرې دپيريانوکورونه دي دشپې خوپريږده چې دورځې پکښې هم خلک ډاريږي هرڅوک خپل ميلمه خپل بيټک ته بيائي خودخداے دميلمه هيڅوک پوښتنه هم نۀ کوي …پورته مادحجرې دکړکۍ ذکرکړې دې دکړکۍ رازبه بياپه بل ليک کښې په تفصيل سره وکړوانشاء الله .