fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري دریم فصل(9)

یحیی علیه سلام فرمائي په چا ظلم مه کوئ د چا نه په زور څه مه اخلئ په چا د دروغو تهمت مه لګوئ. او دغه د عیسی علیه سلام د ژوند اصول وو.چې مینه دې بې ریا وی د بدئ نه کرکه کوئ او د نېکئ سره ځان ونغاړئ لکه د وروڼو د یو بل سره مینه کوئ د عزت له رویه یو بل ته درانه ګورئ په کار کښې سستی مه کوئ روحاني جوش ژوندے ساتئ او د خدائے خدمت کوئ په امید کښې خوشحاله په سختو کښې صابره او په دعا کښې مشغول ووسئ د پاکانو سره د هغوي په حاجتونوکښې مرسته کوئ د مسافرو خیال ساتئ چې تاسو تنګوي د هغوی خېر غواړئ برکت غواړئ . بد رد ورته مه وایئ.د خوشحالو خلقو سره خوشحالي کوئ د ژړېدونکو خلقو سره ژړا کوئ پخپلو کښې یو زړه ووسئ. لوئ لوئ خیالونه مه کوئ . د خوارانو خیال ساتئ او خپل ځان هوښیار مه ګڼئ د چا سره د بدئ په بدله کښې بد مه کوئ.کومې خبرې چې د هر چا په نظر کښې ښې وي هم هغه کوئ . تر څو چې درنه کېدائے شي نو د هر چا سره صلح کوئ.اے زما عزیزانو خپل بدل مه اخلئ بلکښې خدائے ته موقع ورکړئ خدائے فرما ئي چې بدل اخستل زما کار دے که د ښمن دې وږے وي هغه له ډوډئ ورکړئ که تږے وي اوبه ورته ورکړئ ځکه ستاسو په داسې کولو به یې زړه نرم شی ، بدو ته سر مه ټیټوئ.
ګوتم بدهـ هم دغه پرچار کړے دے، چې د انسان څلور واړه اړخه غمونه دېره دي او د دې غمونو نه د خلاصی موندلو یواځنئ لار دا ده چې انسان پخپل هوس برے بیا مومي ځکه انسان د هوس مرئے جوړ شوے دے ، د طاقت هوس ،د مال دولت هوس، د عېش عشرت هوس او د جنسی خواهشاتو هوس،غرض بې شماره هوسونو انسان خپل غلام کړے دے او هم د دې وجې انسان د سختو سره مخ دے انسان له په رښتونی لاره تلل پکا دي.او رښتونی لار مناسب خیالات ، مناسب کوښښ ، مناسب ارادې ، په جوړ خبرې په طریقه ناسته ولاړه ، مناسب کسب ، مناسب یاداشت ، مناسب غور وفکر ، رښتیا وئیل ، غلا نه کول ، په امانتو کښې خیا نت نه کول او نه د نورو مالونو قبضه کول، په پردو زنانؤ بد نظر نه غورځول او نه د هغوي سره نا جائز رشته جوړول او د ګناه نه ځان ژغورل پدې احکاماتو عمل کول د دردونو او غمونو نه ځان بچ کول د دغه مناسبې لارې عملي شکلونه دي.
او ماما ! قران مجید فرقان حمید هم دغه درس ورکوي .لکه چې وائي دا نیکی نه ده چې ته نمرخاته ته مخ کړې یا قبلې ته مخ کړې بلکې نېکی دا ده چې خلک په خدائے ، ملائیکو ، د خدائے په کتابونو او پېغمبرانو یقین ولري د مال د خوبئ لرلو با وجود په رشته دارانو کښې او یتیمانو ، ضرورتمندو ، په مسافرو او سوال ګرو خرڅ کړي.غلامان اذاد کړي ، مونځونه کوي زکوات ورکوي وعده پوره کوي د سختې او راحتې په وخت کښې ثابت قدم وي دغه خلق رښتونی دي او د خدائے نه ویرېدونکی دي.مومنانو تاسو ته د وژلی شوی
پسې بیا