fbpx
رضا محمد رضا مقالې

د پښتو ژبې د بقا عمومي ستونځې (7)

نو بيا خان شهيد په ۱۹۵۶ع کښې د يوه پمپلټ په زريعه د پښتو ژبې د ودې په حقله خپل تجويزونه د پښتو ژبې پوهانو ته وړاندې کړه۔ دۀ هيله درلوده چي د پښتو ژبې لوی پوهان به د پښتو د ودې لپاره تر دۀ زياته ښې لارې را پيدا کړي۔

خان شهيد په دغه پمپلټ کښې د خوشحال دا شعر ليکلی وو۔
که تازي ژبه هر ګوره ښه ده
فارسي هم ډېره په خوند خوږه ده
چا يي پلؤ د جمال وا نۀ خيست
پښتو لا هغسې بيکره پرته ده
دئ ليکي چي د يوې ژبې وده خالي د هغې په خوږوالي او وداني نه سي کېدلای، او نه په دې کېږي چي د خپلې ژبې ويونکي څومره مينه ورسره لري۔ اوس خو د هغه قام ژبه وده کولای سي، کوم قام چي خپلواک او ازاد وي او هغه خپله ژبه د سرکار او بازار ژبه او د بچو د تعليم ژبه جوړه کړي۔ خو دا کار د يوې غونډي د وس کار نه دی ، د دې لپاره به هر پښتون کار کوي زيار به باسي نو هله به دا سر ته رسيږي۔
خوموږ دا کولای سو چي خپله ژبه داسې سپېڅلې او اسانه جوړه کړو چي هغۀ د خپلواک اولس د سرکار، د بازار، د اخبار او د تعليم ژبه سي۔ دا هله کيدائسي چي زموږ ژبه او د هغې ليک دود دومره وينځلی او اسان وي۔ چي په هغه کښې د ليک او چاپ کار په اساني سره روان وي۔ پښتو وټائپ ته ډېره نزدې ده موږ بايد پښتو ليک دود داسې جوړ کو چي ټاپ او ټاپه يي اسان وي ۔
دئ وایي چي موږ بايد د پردۍ ژبې توري نه واخلو بايد د خپلې ژبې خپل توري په کار راولو۔ که د پردۍ ژبې تورو ته اړ سو نو هغه د هغې ژبې رنګه نه وليکو ۔ وائف او قرض ۔ بايد په “ف” ، “ق” او”ض” نه وليکو بلکې وائپ او کرض يي وليکو ولې چي موږ هغسې ادائګي نه سو کولای څنګه يي چي د هغې ژبې خلګ کوي۔ که موږ د عرب او ايران باداري منو نو د دوئ ټول پردي ټکي به ساتو، او د اردو او سندهي لپاره به نور پردي ټکي هم اخلو۔ که اړي نه وي پردي ټکي بايد نه واخلو، که يي اخلو نو بايد داسې يي وليکو چي لوستل يي اسان وي۔ هغه تازي ټکي لکه ث ۔ ح ۔ ذ ۔ ص ۔ ض ۔ ط ۔ ظ ۔ چي موږ يي نه سو لوستلائ نو دابايد نه واخلو۔