fbpx
جلال بازوان ژباړې

د غرمې مهال خوب څنګه دی؟?不睡?午睡到底睡

لیکوال جلال بازوان
که تاسې اوس مهال ستړي او یا هم خوبه وړي یاست، ډیر امکان لري چې ددغې لیکنې لوستل به هم تاسې ته ډیر مشکل او زړه تنګوونکی کار وي. هرهغه وخت چې تاسې خوبه وړي یاست او د ستړیا احساس کوئ زیات امکان لري چې قهر او عصه به مو هغه د نور وخت په پرتله زیاته وي او د زړه خفګان به مو زیات وي. ددې یوه لویه وجه داده چې کله تاسې ستړی او خوبه وړي یاست نو ستاسې حافظه به هم سم کار نه کوي، البته هرهغه څه چې پدې مهال ئې لولئ امکان لري چې په حافظه کې مو پاتې نشي. که څه هم تاسې به هره ورځ ډیر زیات مصروف یاست، خو بیا هم د خوښۍ خبره داده چې ددې مشکل حل موجود دی.
د (人性与个体差异 Journal Personality and Individual) لخوا یوه سروې ترسره شوه چې پدې سروې کې څلوېښت تنه کسانو برخه واخسته. ددغو کسانو عمرونه له اتلسو څخه نېولې تر پنځوسو پورې رسېږي. ددغه کسانو د خوب مهال ویش په اوسط ډول یوشان دی. دغه مطالعې څرګنده کړه چې هغه کسان چې د غرمې مهال یو ساعت خوب کوي، هغوي د هغو کسانو په پرتله چې د غرمې مهال خوب نه کوي په عموم ډول په ټولو سختو او مغلقو کارونو کې ددې نورو کسانو په پرتله زیات کار کوي او ترټولو مهمه ئې دا چې د کار په مهال دوي هېڅ د ناراحتۍ او ستړیا احساس نه کوي. دغه مطالعه مونږ ته راښائي چې د غرمې مهال خوب نه یواځې د ستړتیا احساس له منځه وړي بلکه د انسان غصه، قهر، او د کار په وخت زر زړه تنګي هم له منځه وړي. د غرمې مهال خوب ترټولو غوره ئې لا دا ده چې د انسان د Decision-Making تصمیم نیونې حس لاپیاوړي کوي.
په ننۍ مصروفه دنیا کې مونږ او تاسې ټول دېته ډیر ضرورت لرو چې د غرمې مهال خوب وکړو، خصوصاً هغه ډله خلک چې د کار په دوران کې د زړه تنګۍ او د ستړتیا احساس کوي. په پاسنۍ سروې کې مونږ او تاسې ولیدل چې د غرمې په وخت خوب په یو کس کې مثبت بدلونونه راوړي لکه د کار په مهال زیاته انرژي، د تشویق قوه په یو چا کې زیاتوي، او همدارنګه له زړه تنګۍ څخه مو ساتي. نو ایا مونږ او تاسې لکه د وړو کتون ماشومانو په څېر باید د غرمې مهال خوب وکړو او که نه؟
د حل لارې چارې:
د غرمې مهال خوب له ۳۰ نېولې ان تر ۹۰ دقیقو پورې دوام کولې شي. په نړۍ کې هر ۱/۳ او یا هم ۲/۳ کسان هره ورځ د غرمې مهال خوب کوي. مطالعې ښائي چې د غرمې خوب د کافي څښلو څخه څو چنده بهتره دی کوم چې تاسې ویښ او بیدار ساتي، ځکه چې د غرمې مهال خوب نه یواځې دا چې تاسې ویښ او بیدار ساتي بلکه ستاسې حافظه هم ورسره لا پیاوړي کېږي او د خبرو په دوران کې به ښه الفاظ کاروې.
دوه ساعته اوږد د ماسپښین خوب هغه څه دي چې انسان بدن سست کوي او د یو ډول د لټۍ سبب ګرځي، خصوصاْ هغه مهال چې تاسې خپل روزانه خوب نه وي پوره کړئ. د غرمې مهال خوب ښه وخت د یوې او څلورو بجو په مینځ کې دی. یوه جاپانۍ مطالعه ښایي چې د ورځې د دوو بجو په وخت د شلو دقیقو لپاره خوب ترټولو عالي دی. د دغه مهال خوب انسان ته زیات راحت بخښونکئ، او د ډیر وخت لپاره د بیدارې احساس ورکوي.
د غرمې مهال خوب هغه پیلوټان چې همېش اوږده سفرونه کوي هم ترټولو بهترین ثابت شوې دی. هغه ډله پیلوټان چې د غرمې مهال خوب کوي د هغو په نسبت چې ئې نه کوي زیات وخت بیدار وي، مغز ئې سم کار کوي او تر نورو کمو مشکلاتو سره مخامخ کېږي.
یوه طبي مطالعه ښایي چې سختې ناروغېو مریضانو ته د غرمې مهال خوب د مرګ ګواښ څخه کم ندی، خو لیکوال بیا لیکي چې که څه هم مریض له مرګ ګواښ سره مخامخېږي مګر بیا هم هغوي ته ترټولو غوره داده چې د غرمې مهال خوب وکړي.
دا د تشویش خبره نده چې تاسې به د خپلو ملګرو مخامخ په خوب کې خریږئ او یا به مو هم پوزه څڅېږي، مهمه دا ده چې تاسې د غرمې مهال خوب وکړئ.

ژباړه:
ج.بازوان
2015-10-21
شنجن پوهنتون