fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوری دریم فصل(۸)

که ستاسو د دښمن ورک شوے څاروے تاسو ته په لاس درشي هغه ضرور خپل مالک ته واپس بوځئ بې ګناه او رښتونی خلک مه وژنئ . بډې مه اخلئ ځکه بډې اخستل روغ سړے ړندوي. شپږ کاله پخپلو پټو کښې کرونده کوئ او غله جمع کوئ او اووم کال یې دغسې پرېږدئ چې ستاسو د قوم خواران خلق یې ځان له راغونډوي او د هغوي نه پاتې شوې غله مرغئ او ځنګلی ځناور اوخوري.شپږ ورځې کارکوئ او اوومه ورځ دمه کوئ چې ستاسو غوایان او خره دمه شي او ستاسو غلامان او د وینځو بچې بیا کار ته تازه شي.
دا وو د مذهب له اړخه انسانی ټولنې ته د راپېښو مسلو وړمبے بشپړ دستور چې د وخت د تقاضو مطابق یې د ټولنې د اصلاح لپاره مؤثر قوانین غوره کړل.چې د نن او راتلونکی وخت د پېښو اوستونځو په لړ کښې ترې ګټه پورته کېدائے شي .
حضرت نور:- ډېر ښه دا راته ووایه چې نورو مذهبونو هم داسې دستورونه وضع کړي دي که څنګه؟
زبردست خان:- او! هم دغه رنګ داؤد علیه سلام فرمائي مبارک دے هغه سړے چې د شریانو په صلاح غوږ نه ګروي د خطاکارو نه ملګرے کېږي ځکه چې خدائے مغرورو خلقو له سزاورکوي او رښتونی خلق نه رسوا کوي. ا ےبچو! راځئ زما خبره واورئ چې تاسو ته انسان دوستی وښایم ّهغه هاغه څوک هاغه سړے دے چې د ژوند خواهشمند وي او ډېر عمر غواړي چې ډېر خېر اووېني خپله ژبه د بدئ نه لرې وساتي او شونډې د مکر او فریب نه . بدي پرېږدئ او نیکی کوئ صلحه غوښتونکی شئ. او بدي به شریان خلک هلاک کړي.
هم دغه شان د سلیمان علیه سلام امثال دي هغه فرمائي د محنتي سړی لاس حکمران د ے او پړس مند سړے به تل متاز وي لوئي کول ځان رسوا کول دي او د عاجزئ سره حکمت دے.د رښتونو خلکو رښتونوالے د هغوي بری کېدل دي.او د مکرژنو فرېب به هغوي غرق کړي.صداقت ژوند ورکوي شري به د خپل شر د لاسه غرقېږي. شفقت او رښتونولئ ته بدي نېزدې نشي راتلے د پوهې لپاره لټون د سرو زرو لپاره د لټون نه غوره دے په خوږژبانئ د علم دروازې بېرته کېږی هر یو کار په مشوره سره ټیک کېږي کله چې مجرم ته سزا ورکولے کېږي. ساده زړه حکمت حاصلوی چې څوک د مسکین فریاد نشي اورېدے دهغه فریاد به هم نشی اورېدے څوک چې د رښتونولئ او شفقت لمن نیسي هغه ژوند ، رښتونولې او عزت مومي.څوک چې د خپلې ژبې او خلې خیال ساتی خپل ځان د سختو نه ژغوري. او چې څوک د غلو مرسته یا ملګرتیا کوي د خپل ځان سره دښمني کوي.
پسې بیا