دا خو خوشحال وئيلي دي چي:
چا يي پلؤ د جمال وا نۀ خيست
پښتو لا هغسې بيکره پرته ده
خو حقيقت دا دئ چي د پښتو د جمال پلؤ خو پخپله لوی خوشحال ليا هغه وخت داسي اوچت کړی وو چه جلوې يي پر ټول جهان و هر لور ته خورې وې۔
د ميروائس نيکه او احمد شاه بابا په دورونو کښې هم د پښتو د پر مختګ لپاره ګامونه اخيستل سوي دي، خو د امير شېرعلي خان په دوره کښې پښتو د افغانستان قومي ژبه وګرځول سوه، او فوځي اصطلاحات په پښتو ژبه واړول سو۔
ټوله نولسمه پېړۍ پر افغان باندې د انګرېز استعمار د يرغلونو پېړۍ وه په دې پېړۍ کښې پښتو زده کول د پرنګي هم يوه لويه مجبوري جوړه سوه، نو د پښتو لپاره په دې پېړۍ کښې تر موږ زيات کار پرنګيانو، يورپيانو او بيا روسيانو کړی دئ۔
په وشلمه پېړۍ کښې ويښ زلميان تحريک، د امير ځبيب الله او شاه امان الله په وختونو کښې بيا د باچا خان او خان شهيد عبدالصمد خان په مشری کښې قومي سياسي تحريکونو پښتو ته تر خپله وسه ډېره وده ور کړې ۔
زۀ دپښتو د ليک دود په حواله د وشلمې پېړۍ د ملي قهرمان خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي د تجويزونو يو لنډيز ستاسو و مخ ته وړاندې کوم۔
دا د خان شهيد عبد الصمد خان اڅکزي ارمان وو چي د پښتو ژبې لوئ پوهان راغونډ کړي او له هغو سره په ګډه د پښتو ژبې د ودې لپاره داسې لارې راوباسي چي پښتو ژبه په جهان کښې سرلوړې او د سيالانو سياله کړي۔ دۀ د ۱۹۵۰ع په لسيزه کښې د پښتو ژبې د پوهانو د راغونډولو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې، او په دې لړ کښې يي له محترم ولي محمد طوپان او محترم کوثر غورياخيل سره ډېرې رابطې او خبرې وکړې۔ خو هغه وخت د داسې غونډې امکان پيدا نه سو۔
د پښتو ژبې د بقا عمومي ستونځې (6)
د پښتو ژبې د پر مخ تګ او ترقی د پاره په هر تېر دور کښې ځينې ارزښتناک کارونه سوي دي خو د بايزيد پير روښان په روښاني دوره کښې او بيا د خوشځال خټک ۔ ايمل خان او دريا خان په دوره کښې پښتو ژبه ډېره زياته پر مخ تللې ده۔