fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوری درېمه برخه(۷)

که د چا غوائي د چا غلام یا وینځه او وژني د غوائي مالک به د غلام یا وینځې مالک له دېرش مېثقاله روپئ ورکوي. او غوائي دې سنګسار کړے شي که څوک کوهے سرتور کړي یا یې وکني او پټ یې نه کړي او د چا څاروے ورته ارتاؤ شي نو د کوهي مالک دې د څاروي مالک له د څاروي معاوېضه ورکړي او هغه مړ څاروے دې واخلي . که څوک د چا غوائي یا ګډه پټه کړي او هغه هلال کړي یا یې خرڅ کړي نو هغه به د یو غوائي په بدله کښې پنځه غوا یان او د یوې ګډې په بدله کښې څلور ګډې مالک ته ورکوي که غل په تیاره کښې په غلا کولو ونیولے شي او د وهلو نه مړ شي د هغه د مرګ هیڅ جرم نشته او که رڼا شوه د هغه وژل جرم دے خو تاوان دې ترې واخستے شي او که د هغه سره هیڅ نه وي نو هغه دې د غلا په بدله کښې خرڅ کړے شي او که د غلا مال ورسره ونیوے شي نو د هغه مال دوچند دې ترې واخستے شي .
که چا د چا فصل په څاروو او خوروؤ نو هغه به د فصل مالک له د خپل پېداوار نه معاوضه ورکوي که څوک د چا مال وسېزي د هغې عوض دې ترې واخستے شي د هر قسم مال د خیانت کونکي نه دې د هغه مال دوچند واخستے شي که څوک د خپل ګاونډي سره خپل څاروے امانت کړي او د امانت ګر نه یې څوک پټ کړي امانت ګر به مالک له تاوان ورکوي.که پخپله مړ شي امانت ګر به قسم کوي.که مالک یې ومني نقصان به نه ورکوی او که منزرے یا شرمخ یې او وژني د ګواهۍ لپاره دې هغه مړ حاضر کړي دهغې تاوان به نشی ورکولے که څوک د کار لپاره د ګاونډی نه څاروے بوځي او هغه څاروے مړ شی یا زخمی شي او مالک هلته حاضر نه وی نو د هغې به معاوضه ورکړے کېږي او که د مالک د مخې مړشی نقصان به نه ورکولے کېږي که د کرائي شے وي دهغه نقصان د هغه په کرایه کښې راغے.
که څوک سړے نا واده کړې جینئ او غولوي او کور والے ورسره وکړي نو هغه دې د هغې مهر ورکړي او واده دې ورسره وکړي او که د جینئ پلار په واده نه رضا کېږي.نو هغې له دې د ناواده کړے شوې د مهر مطابق نقدې روپۍ ورکړے شي . که څوک د ځناور سره بد کاری وکړي هغه دې مړ کړے شي که څوک د یو خدائ نه علاوه د بل چا به نوم نظر یا قرباني کوی هغه دې ورک کړے شی . په مسافرو ظلم مه کوئ ، کونډو او یتیمانو ته ازار مه رسوئ. په قرض سود مه اخلئ. د منزری یا شرمخ د وژلی څاروی غوښې مه خورئ. د دروغو پرو پېګنډه مه خوروئ.په ګواهئ کښې د شریانو ملګرتیا مه کوئ د بدو مه ملګری کېږئ .
پسې بیا