fbpx
سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا

وروستۍ پېښو په اړه د افراسیاب خټک نظر

لیکوال افغان جرګه
د ملي مشر افراسیاب خټک پدې ورځو کې یوه لیکنه خپره شوېده چې د روانو حالاتو څخه ئې پرده پورته کړېده. خټک صیب پخپله لیکنه کې زیاتوي د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان دوه مخې پاليسي تر ډېره ليرې تللې. که طالبان پاکستان کې بريدونه کوي نو د هندوستان د جاسوسي ادارې لاس پوڅي ګڼل کيږي خو که طالبان افغانستان کې ترهګر فعاليتونه کوي نو هغوی ازادۍ ګټونکي بولي. خټک صیب همدارنګه پخپله لیکنه کې د کندز پېښې ته هم اشاره کوي او زیاتوي چې د کندز له سقوط تر څلورویشت ساعتونو پورې هېڅ کوم پاکستاني حکومتي چارواکي د کندز په پېښه نه کوم خفګان ښکاره کړو او نه ئې هم په کندز کې د شوې ورانۍ، ویجاړۍ او د خلکو د اوښتي زیان په اړه کوم بیان ورکړو. خټک صیب زیاتوي چې د پاکستاني رسنېو او طالب پلوه ګوندونو چې په کوم ډول د کندوز پېښه انځور کړه دا ثابتوي چې د پاکستان حکومت لاتراوسه د خپلې دوه مخې پالېسۍ څخه لاس په سر شوې ندئ او لاتراوسه طالبان په سیمه کې حمایه کوي.
خټک صیب د لیکنې په یوه برخه کې یو بل مهم ټکي ته هم اشاره کوي چې که څه هم افغان طالبان همېش دا ادعا کوي چې په هېواد کې روانې حملې دوي پخپل سر کوي او له دوي سره هیڅ کوم بهرني جنګیالي لکه القاعده او نور لدوي سره په حملو کې لاس نلري خو د کندوز په پېښه کې په لس ګونو پاکستاني، یغور، چیچن، ازبک، عرب او نورو سیمه ایزو ترورستانو له طالبانو سره په مرسته کندوز ته سقوط ورکړو.