fbpx
رضا محمد رضا مقالې

د پښتو ژبې د بقا عمومي ستونځې (۶)

نوشېروان په ۵۷۹ عيسوي کښي مړ سو دا هغه وخت دئ چي حضرت محمد صلي الله عليه وسلم پيدا سو او بيا نو اسلامي دور پيل کېږي۔
ملي اتل محترم کمال خان شېرانی د انګرېز استعمار او افغانستان نومي کتاب په تاريخي سريزه کښې ليکي ۔ افغانستان له لمړيه سره د ګړد تاريخ څلورلاره، چوک او چارسو اوسېدلی دئ۔ دلته د شا اوخوا د نړۍ د هر لوري څخه د راپاڅېدلو انساني څپو مخه سوې ده۔ دلته د بېل بېل ناغ (نسل) اولسونه او د هغو تمدنونه سره ښنتي او يو ځای سوي دي۔ دا حقيقت د دې سيمې پر استوګنو خپلې نېکمرغه اغېزې هم واچولې او بد مرغه يي هم تر شا پرېښولې۔
يو قوم چي پر داسې چارسو مېشت وي او پرخپل ټاټوبي او خپلواکي او خپلو ځانکړو دودونو بېخي د لېونتوب تر څنډې مئين وي نو هغه د قام د پاره وچې کلکې دوې روغئ دي۔ يا خو به په دا دومره لويو پياوړو څپو کښي د تل دپاره ورکېږي او خپل نوم نښان او هر څه به بائلي، يا به ډغرې ورسه وهي۔ اود سکندر يوناني له وخته چي ليکلی تاريخ رابرسېره سوی دئ بيا تر مغلو او پرنګيانو پورې۔ داحقيقت د لمر غوندې ځلاند دئ چي دوئ له هر يوه راتلونکي يرغلګر سره ډغره وهلې ده۔
د تاريخ پر چوک د استوګنې هغه تر ټولوغټه بدمرغي دا وه چي دا قوم د تاريخ په اوږدو کږلېچونو کښې تل تر تله په ښنتو، جنګ، او هله ګله اخته او کډه په شا اوسېدلی دئ ۔ دغه ډول چاپېريال د دې سيمې وګړي ځښته پياوړي، جنګيالي او ننګيالي مېړونو خو جوړ کړل، مګر دغه کړۀ (عمل) دومره تر څورګې سره وڅيکېده چي په دوئ کښې ځانځاني هم بې کچه ډېره پيدا سوه، او له دوئ څخه يي بهترين جنګياليان مګر بد ترين سپاهيان جوړکړل۔ او منځنۍ قومي لښکر يي په پئيلي او منظمه توګه نۀ سو ترتيبېدلائ۔
د پيوست جنګ او ښنتو پائ دا سو چي پښتانه د علم او پوهې، کسب او هنر و کارونو ته نه سو اوزګار، او دوئ د ليک لوست له خوا دومره پاته راغله چي له دوئ خوارانو هغه د علم ډېر برکتونه خو هسې پرېږده بېخي هغه خپل وياړلی تاريخ ليا هم ځينې هېر سو او د يو چا وينا ده چي له کوم قوم څخه چي خپل تاريخ هېر سي د هغه بڼه داسې وي لکه يو سړی چي د ياداشت قوت وبائلي۔