fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري دریم فصل (۵)

حضرت نور:- ډېر ښه ! مګر دا راته ووایه چې نوے مذهب راغے هغه زوړ بیخی منسوخ شو که په هغه کښې زیاتې کړے شوې یا کمې کړے شوې حصې منسوخ کړے شوې او نوی مذهب د زوړ مذهب اصلاح وکړه که بیخی نوی اصول یې راوړل. اوکه د نوی دور په غوښتنو پوره ختونکی زاړه اصول یې هم د ځان سره واخستل او نوی اصلاحی اصول او څه د ضرورت مطابق چټي نوی اصول یې د خپلې لارې مشالونه جوړکړل.بلا روک ټوک ته پدې مونږ مطمئین کړه چې زړونه موقلار شی.
زبردست خان :- دا خو دې راباندې سمې ډزې وکړې او هر یو ګذار دې د توپ د ګولۍ نه کم نه دے. چې یو یو تپوس ته دې ګورم زړه مې نړېږی ځکه دا خو ډېر علم ، پوهه ، او چالاکی غواړي او زه دا درې واړه هنرونه نه لرم بهر حال زه به خپل پوره پوره کوشش کوم او که کوم ځائے کښې مې نظرکار پرېښود پوهې مې تندک وخوړو او د نا اهلۍ کندې ته غورځېدم نو پکار ده چې لاس راکړئ اود ځان سره مې منزل ته ورسوئ.
حضرت نور:- زمونږ دلاسه چې څومره مرسته کېده مونږ به پوره کوښښ کوؤ چې تاله لاس درکړو او تا د دې ګرانې نه را اوباسو مګر ته وس لم لېټ کېږه مه او زمونږ د زړه د اطمنان دارو راواخله.
زبردست خان :- ډېره ښه ده چې ستاسو غوندې پوهه او زیرک خلق زما ملګری وي نوزه هر مېدان ته د ګټې په اړوند دنګلے شم. او دې مېدان ته هم ستاسو د ډاډ ګېرنې له سوبه په زړورتیا ور کوزېږم او ستاسو د اطمنان ګلونه به ضرور لټوم . حضرت نوره ! که په تاریخ لږ نظر وزغلوؤ او سر سری جائیزه یې واخلو نو کېدائے شي ستاسو د تجسس تنده لږه شړه شي خوښه مو ده که څنګه؟
حضرت نور:- ولې نه ډېره ښه ده.
زبردست خان:- خو دا بحث باریک هم دے او نازک هم چرته بله اوزګاره موقع به پرې غور وکړو.اوس به را نه نور کارونه پاتې شي او که زما دا وړاندیز ومنئ نوزه به مو د مینې پوروړے یم. د دې اورېدو سره ټولو ناستو ملګرو د ماما د دې خبرې سره اتفاق وکړو.
ماما:- ترڅو چې دې مونږ پدې سوالونو پوهه کړی نه یو تر هغې بل چرته یو قدم هم نه شې اخستے او د دې نه بل ضروری کار هډو شته نه شابه وخت مه ځایه کوه.
زبردست خان :- اوس ښکاره ده د تېښتې لار مې نشته اوزما دا خیال وو چې زما دا عذر به ومنئ او نا پوهی به مې پټه شي خو چا څه ښه وئیلی دي چې هوښیار مارغه نه نخلي او چې نخلي د دواړو پښو نه ،او چې ونختم وس به په همت د دې تورې بلا نه خلاصېږم.غوږ شه ماما ! د ټولو وړمبے مکمل شریعت په موسی ء نازل شو ے دے چې د اولس ترمینځ د ژوند تېرولو ټولې لارې ګودرې پکښې ښودلے شوبدي لکه چې په بائبل کښې لیکلے شوي دي.
خدائے پاک چې تاسو ( بنی اسرائیل ) د مصر د غلامۍ نه اذاد کړئ . زه ستاسو هغه رب یم تاسو ځان له نور خدایان مه جوړوئ شپږ ورځې تاسو خواري کوئ ځان له خوراک پېدا کوئ او په اوومه ورځ یعنې د خالی په ورځ دمه کوئ د خپل مور او پلار عزت کوئ د خپل ګاونډی خلاف د دروغو ګواهی مه کوئ د خپل ګاونډی د کور لالچ مه کوئ مه د هغه د غلام د هغه دوینځې د هغه د مال او نورور څېزونو لالچ کوئ.
پسې بیا