fbpx
رضا محمد رضا مقالې

د پښتو ژبې د بقا عمومي ستونځې (۵)

د ګندهارا ارټ د علم او هنر يو دور دئ۔ چي بدھ مذهب يي په مجسمو کښې بيان کړی دئ۔ او له باميان تر ټېکسيلا ټول ميوزيمونه په ډک دي۔ د کوشان په ټوله مرحله کښې پارتهيا پر خپل ځای وه۔
چي بيا په ۲۲۶ عيسوي کښې د پارتهيا باچا اردوان ته د فارس اردوشير ماته ورکړه۔ اردوشېر د ساساني خاندان اول باچا دئ۔ موجوده شيرازته په يوناني کښې “پرسي پولس” ويايي يعني د فارس ښار۔ او شېراز د فارس اصل مرکز دئ۔
بيا په ۲۶۰ عيسوي کښې د اردوشېر زوی شاهپور د روم باچا ته ماته ورکړه د شاهپور په کتبه کښې د يوه افغان باچا نوم ليک دئ۔
په۳۶۰ عيسوي کښې په باختر کښې هفتالي حکومت جوړ کړ، دا پر باختر د هفتالي د ابدالي لوی حکومت دئ چي بيا په ۴۲۵ عيسوي کښې ټوله اريانا ازادوي او له ساسان سره پوله جوړوي۔
د فارس او د اريانا پوله په تاريخ کښې دغه حکومت جوړه کړې ده۔ خوشنواز ابدالي په۴۸۶ عيسوي کښې له فارس سره د اريانا پوله سمه په څلو وايستله، چي اوس هم مالومه ده۔
په دې دور کښي تورمان ابدالي او د دۀ زوی مهر ګل ، مهر ګلاب پر هند حمله وکړه او د هند مشهور خاندان چندر ګپت بکرماديت ته يي ماته ورکړه، دا د هند ډېر اهم حکمران خاندان وو چي پر ټول هند يي مذهبي بالا دستي لرله۔ نو بيا د هند خلګو بغاوت وکړ او د ابدالي مهر ګل حکومت يي ختم کړ۔ مهر ګل ابدالي په ۵۴۲ عيسوي کښې مړ سو۔ دا هغه وخت چي په تاريخ کښې اول وار ترکيان راروان سوو او ساساني نوشېروان له ترکيانو سره ملګری سو او په سمر قند کښې يي په ۵۶۸ عيسوي کښې د ابدالي حکومت ختم کړ۔ بيا نو ساسان طاقتور سو او دوه سوه کاله پس بيرته پر اريانا باندې د ساساني نوشېروان او د دۀ د خاندان واک ټينګ سو۔

نور بیا…………