fbpx
رضا محمد رضا مقالې

د پښتو ژبې د بقا عمومي ستونځې (4)

مشهور اشوک د چندر ګپت موريه زوی وو چي د بدھ مذهب يي خپل کړ۔ د موريه خاندان حکومت پر ټول هند وو، نو د هندو مذهب د لهجې اثرات دلته راغله۔
په ۲۵۰ قبل مسيح کښې باختري يونانيانو باختر له سلوکس څخه ازاد کړ او په باختر کښې يي خپله باچهي جوړه کړه۔ د باختري سلطنت مشهور شهنشاهان، يو دېمترس او بل مېنندر دئ۔ دا هغه باختريان دي چي بيا يي هند هم ونيوو۔ د مېنندر پايه تخت شاکلا (سيالکوټ) وو۔ مېنندر هغه باچا دئ چي دۀ د بدھ مذهب له عالمانو سره بحث کړی دئ او اوس لکه د “افلاطون مکالمې” دغسې د بدھ مذهب يو کتاب دئ چي د هغه نوم دئ “دمېنندرپڼو” د مېنندر پاڼې۔ د دې اهم کتاب ژبه قديم پښتو ده۔
په دغه ۲۵۰ قبل مسيح کښې ارسک، اڅک، اشک دلته پارتهيا ازاده کړه۔ دا چي خراسان دئ، مشهد دئ تر کېسپين پورې چي مرکز يي اشک اباد دئ، دغه پارتهيا ده۔
د پارتهيا ډېر لوی حکومت وو له ۲۵۰ قبل مسيح څخه تر ۲۲۶ عيسوي پورې تقريباً پنځه سوه کاله د دې ټولې خطې مرکز پارتهيا وه۔
په ۵۲ قبل مسيح کښې د روم لخوا پر پارتهيا حمله وسوه خو د روم مشهور جرنيلانو پمپائي،کراسس او سيزر ته د کړهي په مشهور جنګ کښې د پارتهيا جرنېلانو سورين او نورو ماته ورکړه يعني روم له پارتهيا ماته وخوړه۔ له روم سره د کړهي په مشهور جنګ کښې د پارتهيانو، ساکانو او باختريانو لوی شی “آس” وو دوئ په جنګ کښې د آس استعمال وکړ، هغه وخت آس د نن زمانې زره بکتر وو۔ پارتهيان به په ميدان جنګ کښې پر آس سپاره جنګېدل۔ د آس له شا به يي غسي ويستل او پر شا به تلل۔ نو د پارتهيا د جرنېل نوم سوران وو او د سنځر بل نوم هم سوران دئ۔
په ۹۰ قبل مسيح کښې ساکان راځي باختريانو ته ماته ورکوي بيا نو د ساک د ټبر مشهور باچهان دي اياز اول او اياز دوئم چي ټيکسيلا يي مرکز دئ۔
په ۲۸ عېسوي کښې چي ګندو فارس مړ سو، نو د ساک يوه ښاخ کوشان ټوله ګندهارا ونيوله او د کوشان د اول باچا نوم وو کجول، يعني کجل۔ بيا د کوشان اهم باچا کنشک دئ چي ډېر لوی سلطنت يي جوړ کړ، دۀ د بدھ مذهب خپور کړ۔
نور بیا…………