fbpx
رضا محمد رضا مقالې

د پښتو ژبې د بقا عمومي ستونځې (3)

بيا چي سائرس له خپله نيکه د مېديا باچهي ونيوله او د فارس او مېديا وحدت جوړ سو نو د دۀ دوه تاجه وو، ځکه خو دۀ ته ذولقرنين هم وایي، د دوو ښکرو والا۔
نو چي سائرس باچا سو بيا هغه پر عراق، شام او اريانا باندې حملې وکړې۔ خو په اريانا کښي د ساک خلګو د يوې ښځې حکمرانې په مشري کښې و سائرس ته ماته ورکړه، يعني فارس ته يي ماته ورکړه۔
بيا دارا ډېره لويه باچهي جوړه کړه چي مصر او يونان يي هم برخه وو۔ خو د دارا زوئ خسرو له يونان او يورپ سره جنګونه وکړه۔ چي بيا په مېراتهن نومي ځای کښې د اريانا او فارس خلګو ماته وخوړه۔
بيا چي سکندر يوناني و دارا سوئم ته ماته ورکړه او هغۀ چي د لوی قوت باوجود د سکندر مقابله ونۀ کړه، نو د اريانا خلګو دغه دارا سوئم مړ کړ، او د باختر باچا ځان د ټولې ارايانا باچا اعلان کړ۔
سکندر يوناني چي ۳۲۹ قبل مسيح کښې د باختر او سغديانا باچهان مات کړۀ نو بيا يي د يوه باختري مشر له لور روښانې سره واده وکړ۔ د سکندر روښانه په واضح توګه د پښتو نوم دئ۔ سکندر له کابل څخه تر سوات پورې علاقه کښې د اسپه زي او غوري رود ذکر کوي۔ او د دې وخت په يوناني ليکونو کښي اسپه غان خلګ ياد سوي دي۔ اسپه ګان، اسپه ګون يعني د “آس” شکل، د آس غوندې ۔ لکه زرغون لکه اورګون۔
بيا وروسه د يونان مشهور جغرافيه دان پلېنې په دغه علاقه کښې اسپه ګان، اسپه غان خلګ ياد کړې دي۔د جرمني مشهور عالم لېسن په اطمينان سره وایي چي د پلېنې دغه اسپه ګان ،اسپه غان هم دغه اوسني افغان دي۔
په ۳۰۵ قبل مسيح کښې چندر ګپت موريه د يونان له سلوکس سره کشمکش وکړ۔ دغه چندرګپت په بنيادي توګه د سوات د ټېکسلا وو، دئ د مور په نامه په موريه خاندان مشهور وو۔ دۀ چي سلوکس سره کشمکش وکړ نو هغه و دۀ ته تر جهلم پورې د هند باچهي ور پرېښوده او د اراکوزيه او کندهار يعني د اباسين د هيې غاړې ځينې برخې يي هم و دۀ ته ورکړې۔او په بدل کښې دۀ و سلوکس ته پنځه سوه فيلان ورکړه۔ بيا چندرګپت پر هند ډېره لويه باچهي جوړه کړه د بيهار پټنه يي مرکز وو۔ دۀ د پټنه نوم پاټلي پتر کښېښود، “پتر” زوئ ته وایي۔ نو د تاريخ دا سوال چي دا وو پټهان پتر ۔ ډېر مورخان پټنه او پاټلې پتر د پټهان وجه تسميه بيانوي۔