fbpx
رضا محمد رضا مقالې

د پښتو ژبې د بقا عمومي ستونځې (2)

لیک او څېړنه: مرکزي سيکرټري اطلاعات پ.م.ع.پ رضامحمد رضا
علمي طور دا ثابته ده چي د يوه زبان درې ښاخه وو يو فارسي، يو سنسکرت او يو دغه اويستايي ژبه وه۔ لېکن دوئ چي د ګروپونو کوم نومونه ورکوي، په هغه کښې يو نوم دئ فارسي چي په انګرېزي کښي فرسيک بلل کېږي۔ بل ګروپ دئ باختري چي هغه اوېستايي ژبه ده۔ او دهغه قسما قسم لهجې دي هغه ټولې يوه ژبه بلل کېږي۔ دا هغه اريائي ژبه ده چي د ارين پر مېنه اريانا کښې وئيل کېږې، د هغه لو مرکز باختر وو، بخدي خلګ وو، نو زموږ لوی ليکوالان دغه باختري ښاخ بولي او هم د غه صحيح اصطلاح ده۔
نو محترم رحيم صاحب د غه تجويز وړاندې کوي چي بايد موږ افغانان دا ښاخ شرقي ايراني نه وليکو بلکه موږ افغانان دا ښاخ بايد اريایي وليکو۔ دا د اريانا والا زبان دئ باختري زبان دئ، شرقي ايراني نه دئ۔ په دې چي له ايران څخه غلط تاثر جوړېږي۔ په تاريخ کښي دوه زره کاله دغه لهجه صرف اريائي استعمال سوې ده۔ که ايراني استعمال کړې نو هغه سم دم جديد ايران ته ولاړه سي او جديد ايران معنا فارسي ښاخ۔
لوی لوی ليکوالان په دې کښې خصوصي ګمراهي کوي چي دوئ ايراني راولي، تاثر داسې جوړ سي چي پښتو ګوا د فارسي ښاخ دئ۔ خو هغه قطعي داسې نه ده۔
ايران اريانا دئ، فارس له اريانا سره پورې دی نو اکثر به داسې وو چي اريانا به مملکت وو، حکومت به وو او فارس به د هغه يوه صوبه وه۔ بيا داسې وختونه راغلي دي چي د فارس مملکت به وو او اريانا به د هغه ډېر غټ مرکز وو بنيادي قوت به اريانا وه۔
د هخا منشي خاندان د دارا اول او د هغه زوئ چي په يورپ کښې يونان سره جنګونه کوي بيا له مصر سره جنګونه کوي نو اول مورخ هېروډوټس ۴۸۶ قبل مسيح کښې په دغو جنګونو کښې د اريانا خلګ په واضح توګه بيانوي چي باختريان، دغه يي لښکر وو، پلانئ يي قوماندان وو دا سې يي وسلې وې۔ پکت، پکتيا، پکتي دا خلګ وو۔
په دې کښې يو دور د جمشېد دئ چي هغه زموږ په تاريخ کښي په افسانوي شکل کښې راغلی دی۔ د جمشېد خبره نيمه افسانوي نيمه تاريخي ده، دا په اصطلاح پېشدادي خاندان دئ، اول خاندان دئ۔ بيا چي د عراق لخوا هغه لوی کشمکش دی نو ضحاک تازي راځي، دا عرب دئ۔
د زرتښت په وخت کښې د باخترد باچا نوم ويشتاسف وو چي د زرتښت اول پيرو وو۔ په اوېستا کښي دا هغه باچا دئ چي اهورا مزدا ورته وایي۔ چي نظام داسې جوړ کړه، باره جوړه کړۀ يعني ښارونه زراعت او ابادي جوړه کړۀ۔
د فارس د هخامنشي خاندان د سائرس له وخته راواخله بيا تر دارا سوئم پورې د ټولوبنيادي قوت اريانا وه او د اريانا خلګ په دغه نامه وو۔
د دارا اول په کتبه کښې د پښتو ژبې توري له ورايه څرګند دي۔
په ميدان جنګ کښې به د بخدي خپل لښکر وو، خپل يي قوماندان وو، خپلې يي وسلې وې، د پارتهي خپل وو، د ساکا خپل وو۔ باختري مجموعي ګروپ دئ چي پښتو يي بنياد دئ او نوم يي له دې جوړ دئ ۔
د فارس سلطنت له ۵۶۰ قبل مسيح څخه راروان دئ د سائرس پر اريانا هم سلطنت وو او پر فارس هم۔ د دۀ د زوئ نوم وو ايران شاه، اريانا شاه۔ لکه انګرېز چي هند ونيو بيا له “امپرر اف انګلېنډ” سره “امپرر اف انډيا” هم ليکل کېده۔ سائرس وایي زه ارين يم، د دۀ مور د مېديا د باچا لور وه هغه وخت دمېديا سلطنت پر دا ټوله سيمه وو۔ زموږ پر ټوله سيمه بيا تر عربو پورې د مېديا سلطنت وو۔
نو د مېديا د باچا د لور او د سائرس د مور نوم وو “منداڼه”۔ دا چي اوس موږ مندڼ ورته وايو، دا نو د افغان هغه ابتدائي سټېج دئ چي دا نومونه وجود لري۔ لکه خوشحال خان خټک چي وایي۔
لنګرکوټ مغلو ساز کړ زه په ننګه د افغان سوم
که يوسف ووکه مندڼ وو زه د دواړو نګهبان سوم
بيا چي د مېديا باچا خوب وليده او معنا يي دا راوختله چي د دۀ لمسی سائرس به د دۀ باچهي ونيسي۔ نو بيا دۀ د خپل لمسي د مرګ انتظام وکړ خو هغه ژوندی پاته سو۔ کومې ښځې چي سائرس لوی کړ د هغې نوم دئ “سپکه” چي په واضح توګه د پښتو ټکی دئ۔
نور بیا…………..