fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري دریم فصل (۴)

بختور :- ستا خبره په ګل بدله مګر کومه ناشونې خبره وه چې ستا زړه ته پرې نه وته.
زبردست خان:- دا ناشونې نه وه چې ما هغه ته په دلیلونو سره په ګوته کړه چې تاسو په غلطه یئ او هغه بیا هم د حقیقت نه مخ واړوؤ.
بختور :- هغه رښتیا او حقیقت چې بې دلیله نه ښکاره کیږي نیم حقیقت دے په نیم حققت سړے څنګه باور وکړي. یا نیم دروغ څنګه قبول کړي.او شکونه د ځان نه په شاه وتمبوي.
زبردست خان :- هلکه نیم حقیقت پکښې له کومې راغے ناشنا اوعجیبه خبره دې وکړه؟
د غلامئ په زنځیرونو کښې ژوند د مرګ نه کم دے څه ؟ او د دار په سر د اذادئ په جذبو مست د ابدي ژوند سره نه غاړه ووځي؟. هم دغه راز ژوندی غلام غلام ته مړ او د اذادئ په پاکۍ شهید ژوندے ګڼل د نیم حقیقت اظهار کول دي.
زبدست خان :- دا نیم حقیقت د تل لپاره نیم وي او که بیا پوره کیږي او مطلق حقیقت ترې جوړېږي؟
بختور :-د حقیقت په صحیح پاټکو چې سړے ورسی نو مطلق یې ویني لکه باران ضروری هم دے اوغېر ضروری هم.که تر دې ځائے پورې وېنا محدود شي نیم حقیقت دے او که خپل مناسب مقام ته یې ورسوي مطلق به وي. لکه د کر او فصل د ودې او سمبالخت لپاره باران ضروری دے او د فصل د رېبلو او راغوندولو په وخت غېر ضروری بلکښې ضرري دے.
زبردست خان :- دا خو الله فرمائیلی دي چې د کومې خبرې نه نه یئ خبر هغه مه منئ ځکه چې د غوږونو، سترګو او زړه په صحیح استعمال سره به جواب ورکول وي.زبردست خان لا دا خبره کوله چې حضرت نور ترې پوښتنه وکړه.
حضرت نور :- ولې سنتوش د خپلو معلوماتو په اډانه تاله صحیح جوابونه درنه کړل. او تا ورسره تر ډېر حده اتفاق نه دے کړے؟
زبردست خان :- دهغه د هرې خبرې سره ما اتفاق نه دے کړے !
حضرت نور د هغه د کومې خبرې سره ته متفق نه یې؟
زبردست خان :- د دې وېنا او فکر سره چې مذهب او تهذیب دوه جدا څیزونه دي. هر مذهب د تهذیبونود اصلاح لپاره راغلے دے چې په کوم تهذیب کښې یې زیاتې رشتې لرلې دي اکثر د هغه تهذیب جز جوړشوے دے.او کله چې طاقتوروخلقو د خپلو مفادو د دفاع لپاره یا د نورو مفادو لاس ته د راوړو لپاره مذهب او تهذیب په خپلو لاسو کښې اخستی دي د څه زیاتی او کمی سره یې د ځانی ګټو لپاره په کار اچولے دے نو هغه زوړ مذهب منسوخ شوے دے او دهغه ځائے نوي مذهب اخستے دے.
پسې بیا