fbpx
رضا محمد رضا مقالې

د پښتو ژبې د بقا عمومي ستونځې (۱)

لیک او څېړنه: مرکزي سيکرټري اطلاعات پ.م.ع.پ رضامحمد رضا
د پښتو ژبې د بقا يوه لويه ستونځه د پښتو ژبې د تاريخ ناخبرتيا ده۔ څوک يي د شرقي ايراني ګروپ ژبه بولي څوک يي د فارسي يو ښاخ بولي او څوک يي په انډو يورپين ژبو کښې ورکه کړي۔
نو زۀ د پښتو ژبې د ځلاند تاريخ د مستند ريکارډ په توګه د لوی تاريخ پوهاند محترم عبدالرحيم خان مندوخيل تاريخي مقالې ادب د ژوند تصوير او تفسير دی اوسياست د ژوند رهنما دی او د دۀ دافغان او افغانستان په نامه د تاريخي لېکچرونو ځينې برخې وړاندې کوم چي د سېمينار درانه برخه وال او د پښتو ژبې مينه وال د پښتو ژبې د وجود او دبقا د ځلانده تاريخ يوه اندازه ولګوی او بيا خپل قضاوت وکړي۔

محترم رحيم صاحب ليکي۔
افغان ملت چي په بل نوم يا په بله ژبه مشهور په پښتون پټهان دی۔ د تاريخ په بېل بېل دورو کښې د خپل ملي وجود نشوونما او تکامل کړی دئ۔ خپله ژبه پښتو يي له قديم باختري، اوېستایي ژبې څخه اوسني پړاؤ ته را رسولې ده۔ خپله خاوره اريانا يي د امو له غاړې ښائسته بخديا (بلخ) څخه تر اباسين پکتيا (پښتيا) او د کېسپين تر غاړې (پارتهيا) داسې واحده خاوره ده چي فارس او فارسي په واضح توګه ځينې دباندې دي۔ اريا نا خاورې دا سې ژبه لرله چي له امو تر اباسين بيا تر کېسپين دا ټول خلګ په پوهېدل او غږېدل۔ او نن د ټول لر او بر افغان ژبه پښتو دا هم د هغې ژبې تسلسل دئ۔ او پر هغه مېنه يي د هغو خلګواولاد وایي۔
د قبل مسيح د اخري پېړيو ليکوال اېروستونتين په خپل کتاب قديم اريانا کښې او د لومړۍ عيسوي پېړۍ نامتو ليکوال سټرابو په خپل کتاب د دنيا جغرافيه کښي ليکلي دي چي د دې خلګو ژبه اويستا وه۔
اويستا هغه ژبه ده چي په ۶۰۰ قبل مسيح کښي د زرتښت مذهب کتاب په دې ژبه ليکلی سوی دی۔
زموږ په تاريخ کښي يو غټ زياتوب دا سوی دی چي زموږ دغه د اريانا تاريخ د فارس تاريخ بلل سوی دی۔
اريانا په خپل ټول تاريخ کښې ځان له ډېر غټ غټ مملکتونه (سټېټس) جوړ کړي دي۔ بهترين علمي او ادبي تمدن يي درلود۔
تاسو اندازه ولګوی چي يو مذهبي کتاب چي په هغه ژبه ليکل کيږي نو هغه خلګ به څنګه ټولنيځ، سياسي، اقتصادي او کلتوري نظام لري۔ پخپله چي تاسو اوېستا وګورئ هغه د ښارونو، زراعت او ابادي جوړولو خبره کوي، د ارين په حواله چي زموږ هغه پاؤنده حالت وو د هغه پر ځای ښارونه جوړوي۔ نو دغه ارين دغه اريانا د دې چي کوم نوم دی هغه د لهجې په وجه اريانا ايران سو۔ د ايران لفظ چي په تاريخ کښي هر ځای راغلی دئ هغه په بنيادي توګه د اريانا لپاره راغلی دئ۔ دا د اريانا لهجوي بدلون دئ۔
چونکه اريانا له فارس سره نزدې وه د ژبو بنياد يي هم يو وو۔ نو د يورپ ليکوالانو د ژبو په حواله نوم ورکړ ايراني ګروپ۔ نو دغه د فارس ژبه فارسي او دبرت ژبه انډو ارين دي۔ چي بنياد يي سنسکرت دئ۔ د ګرامر او د الفاظو بنياد يي ارين دئ د ارين زړه ژبه يي بنياد دئ۔ لېکن دوئ په اصطلاح کښي دا خصوصي ګمراهي کوي چي دا ايراني ګروپ بولي۔ بيا چي دا تقسيم کړي نو زموږ ژبو ته شرقي ايراني ويايي او فارسي ته غربي ايراني ويايي۔
دا نو لوئ ليکوالان لکه ګراهرليف په خپل کتاب “سروې آف انډين لېنګوېجز” کښې چي د زبانو موازنه ده۔ هغه کښې دا خصوصي ګمراهي کوي چي د اريانا د يوې برخې مېديا و ژبه ته د شرقي ايراني نوم ورکوي۔ خو دئ وایي چي موږ مېدي، مېدک نوم ځکه ليکو چي په دې خلګو کښې “مېد” مرکزي حېثيت لاره۔ بيا دا هم وایي چي دا په علمي لحاظ صحيح نه ده۔ نو دغه رنګه ايراني هم صحيح نه ده۔
نور بیا…………