fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري دریم فصل (۳)

اے شپې زه ستا په شان یم که انسان ما په خپل خیال کښې غلط ګڼي نو ایا هغه ځان د ورځې سره نه تشبیهـ کوي او هغه لوئي نه کوي ؟ . په ما هم دغه الزامونه لږي کوم چې په تا لږي. او د کومو نه چې زه او ته بیخي لرې یو زه په خوی خصلت بیخې ستا په شان یم. اګر چې ما ښام ما د خپل اسرار ورموز نه بې خبره ساتي او سحر په ترغوني کښې مې تر پوزې د ګلونو بوئ او د شبنم کټوري سترګو ته نه راوړي اګر چې زما غوندې معتبر لاس به ښکاره په نظر نه راځي زه هم یوه تکه توره او خاموشه شپه یم اے شپې ستا غوندې غلې او خاموشه اګر چې زه بې قراره هم یم او باغي هم. زما د تیارو سر نشته او د ژوروالي وېخ . کله چې د بې وسه انسانانو روحونه د مایوسۍ د سپېره خوب نه بېدار شي او د روښانه هستئ په رڼا وځلېږي. نو زما د تیارو اوسېدونکے روح به د خپلو عملونو د تیارې نه د سپين بلېدونکي مشال په څېر د عالم برزخ په لور په الوت شي او چې کله سحر شي ستا غوندې به زما ژوند تمام شي.
بختور:- ولې ستا څه خیال دے چې څنګه وېنا پکار ده؟
زبردست خان:- زه د دې نه سرغړونه نه کوم بلکښې زما به خیال د نامق کمال دا وېنا زیاته واضحه ده چې اګر که په نن دور کښې د ایماندارۍ او رښتونولئ مزي شلېدلي ښکاري. خو که انسان انسان وي هغه د مخلوق په خدمت کله هم نه ستړے کېږي مکار دروغژن او مطلب پرست خلق زور زیاتي له هوا ورکوي او د زیاتي خورو په ذهنونو کښې بدي پېداکېږي او وده مومي.او ښکاري سپي د خونخوار ښکاری په حکم پوره کولو خوشحالېږي. د جلاد رسۍ د مرګ اژدها وګڼه لیکن د غلامئ په زنځیرونو کښې د ژوند تېرولو نه دا مرګ زر ځله غوره دے د اذادۍ مېدان اګر چې د اور او وینو نه ډک مېدان دے لیکن انسان صرف د ژوند په خاطر د دې نه مخ اړوي. د وخت ناکړدې دې خپلې ټولې ناروا حربې په کار راولي خو لعنت دې وي په ما که زه د خدمت خلق او جدو جهد د لارې نه په شاه شم . اے اذادۍ ! په تا کښې څه جادو دے چې مونږ ټول زنځیرونه وشلول او ستا غلامان یو.
بختور:- ډېر ښه مګر زماروح د اذادۍ د هغه جذبو سره لا نه دے اشنا هغه دانش زه نه لرم او نه مې ذهن په رښتوني علم روښانه دے.
زبردست خان :- هو ! دغه خو عېب دے کنه ځکه خو ته پردي تت خیالونه داسې په اسانه قبلوې که هر چا هر څه ووئیل ته یې تقلید کوي.
پسې بیا