fbpx
اندېښمن شینوارئ مقالې

د مهاجرینو او کډوالو ترشا څه راز دی؟

نن سبا په نړېوالو رسنېو کې ترټولو ګرم خبر د سوریې، افغانستان او عراق د مهاجرینو مسله ده چې د ګردې نړۍ ټولې رسنۍ او مطبوعات ورباندې مصروف دي. له بلې خوا لويدیځو هېوادونو حکومتونه هم پدې مصروف دي چې څومره مهاجرین به قبلوي. خو ددې مسلې اصل اړخ ته لاتراوسه د ډیرو ندې پام شوې، او هغه هم داسې چې مهاجر د اروپا ضرورت دی.
لویديځ هېوادونو نیم نسل پاخه او د تقاعد عمر ته رسېدلې دي او پاتې نور ئې لا د ماشومتوب په مرحله کې دي، او همدا د نسلونو ترمنځه د تشې مسله ده چې دوي ئې په فکر کې اچولي دي. بله مسله هم دا ده چې د لویدیځې نړۍ مېشت خلک ودونه نه کوي، که ئې کوي هم نو په داسې يو پاخه عمر کې واده کوي چې یواځې یو یا دوه بچي وزېږوي او بس. ددې تشې د راډکولو یواځېنې او غوره لاره داده چې باید د وروسته پاتې هېوادونو وګړي دغو هېوادونو ته ورشي او د ځوان کهول دغه تشه راډکه کړي. بله هم دا چې دغه کډوال ټول د اسلامي هېوادونو وکړي دي چې هر یو په ډیره ځوانۍ کې واده کوي او په اوسط ډول له څلورو نېولې بیا تر شپږو پورې بچیان زېږوي، همدا خلک کولې شي چې د لویدیځو هېوادونو راتلونکې تضمین کړي چې بیا کله هم د نسلونو ترمنځ دغه ډول تشه رامنځته نشي.
تاسې ته به پته وي چې جرمنيان څومره نېشنلېسټ دي، هغوي همېش د مهاجرینو پرمخ خپلې دروازې تړلې وې او هېڅکله ئې مهاجر نه منل خو نن بیا اعلان کوي چې دوي اته سوه زر مهاجرین قبلوي، ددې ترڅنګ اسټرالیا چې همېش ئې مهاجر دغه هېواد ته ندي ورپریښي مګر نن د اوولسو زرو په شاوخوا کې د مهاجرو د ورتګ ذمه ئې وهلې ده. د بریتانیې د محافظه کاره ګوند چې همدا اوس ئې واګې په لاس کې دې او په واک کې دې. د بریتانیا محافظه کاره ګوند رایه هم پدې وجه اخستې وه چې مهاجر به بریتانیا ته نه راپرېږدي خو مونږ او تاسې ولیدل چې په رسنېو کې د هغه سوریي ماشوم له ویډیو څخه د بریتانیا رسنېو څه جوړ کړل. مونږ او تاسې ولیدل چې نه یواځې د بریتانیا بلکه د ټولې نړۍ رسنېو هغه خبر دومره نشر کړو چې ټوله نړۍ ئې پرې ودردوله، پداسې حال کې چې په افغانستان، سوریه، عراق کې هره ورځ د هغه ماشوم له مرګ څخه سل چنده وحشتناکې پېښې پېښېږي. لویدیځو رسنېو دغه هرڅه د خپلو حکومتونو په اشاره د خپلو ملتونو غولولو او د لویو ګټو د خوندي کولو په خاطر وکړل. هغه د ماشوم خبر ته نړۍ او په تېره بیا بریتانیا ځکه ډیره هوا ورکوله چې دوي نه غوښتل چې سبا خپل ملت پروړاندې ددې خبرې ځواب ونلري چې تاسې خو د مهاجرو پرمخ د سرحدونو تړلو په نوم رایه اخستې وه نو نن مو څرنګه د هغوي پرمخ دروازې خلاصې کړلې. مونږ او تاسې د بریتانیا د لومړي وزیر هغه وینا هم واوریدله چې ئې وئېل ما چې کله دا ماشوم ویډیو ولیدله نو د یو پلار پرحیث مې خپل بچي مخې ته ودریدل.
اصل مشکل هم دې ځای کې دی چې دغو مشرانو څخه څوک دا نه پوښتي چې تاسې په سوریه، افغانستان او عراق کې کومې بمبارۍ کوې، په هغوي مو ډول ډول خپل روزلې ترورستان مسلط کړېدي، او همدا تاسې ددوي ددې حالات ذمه وار یاست چې دوي خپل هېوادونه پرېږدي او دلته رامهاجر شي، تاسې ته هغه مهال ولې خپل بچیان سترګو ته نه درېږي چې د هغوي بچیان په ډیره بې رحمۍ سره پخپلو ړندو بمباریو کې وژنې، په خپلسرو عملیاتو کې ئې وژنې، له بلې خوا ئې ستاسې روزل شوي ترورستانو ئې هم وژنې او بیا ورسره همدردۍ هم ښکاره کوې، دا ستاسې کومه بشرپالنه ده؟ دا مو کو انسانپالنه ده؟ ایا چې په سوریه، افغانستان، او عراق کې سوله راشي نو دوي به خپل دغه مهاجر شوو خلکو پوښتنه نه کوي، بېرته به ئې خپل هېواد ته ونه غواړي؟
د مهاجرو ددغه ناورین پرضد د سوریې ولسمشر بشارالاسد او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي لا دوخته خپل نظرونه څرګند کړل. بشارالاسد د سوریي مهاجرینو په اړه پدې وروستېو کې څرګندونې وکړې، او زیاته ئې کړه چې هرمهال ئې په هېواد کې امنیت راشي نو د خپلو وګړو هېواد ته د راستنېدو غوښتنه به وکړي. همدارنګه د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پخپلو په ځوانانو غږ کړېدی چې په لویدیځو رسنېو په تبلیغاتو ونه غولېږي چې هېواد پرې ږدي. هېواد کې به روان ناورین همېش نه وي البته یو څه مهال به دوام ومومي او بیا که خېر وي حالات به کابو شي.
هېوادوالو، د لویدیځو هېوادونو دا ټولې کړنې او په سیمه کې د روانو ناورینونو ترشا یواځې دوي د خپلو لویو ګټو ساتلو یو لوي دلیل دی. که تاسې ته د خپل هېواد لوي ګټې مهمې وي نو کوښښ وکړې چې خپل هېواد پرې نه ږدې. هېواد مو همداتاسې ته ضرورت لري. همدا تاسې یاست چې د هېواد تقدیر به مو بدلوې. همداتاسې یاست چې هېواد ځنې به مو اروپا جوړوې.