fbpx
سیمه او افغانستان

د افغانستان ثبات د چین ثبات دی

لیکوال اشرف ترکئ
 په کابل کې د چین سفیر ښاغلي دنګ شي جیون کندهار ته سفر وکړو، داسې وئېل کېږي چې دا په تېرو ۴۰ کلونو کې د چینائي لوړپوړي ډیپلوماټ لومړې سفر دی چې د افغانستان جنوب ته ئې کوي.
ښاغلي دنګ په یوه ناسته کې زیاته کړه چې د افغانستان ثبات د چین ثبات دی او د چین ثبات د افغانستان ثبات دی، مانه دا چې چین او افغانستان دوه هغه ګاونډي هېوادونه دي چې ددوي امنیت او ثبات په یو بل مستقیمې اغیزې لري.
د ښاغلي دنګ شي جیون ددغو خبرو باید هرکلې وشي ځکه چې دا لمړې ځل دی چې د چین یو لوړپوړې چارواکې د افغانستان امن، امینت، ثبات او غښتلیتا د خپل هېواد پورې مسیقیم تړي.
حقیقت همدادی او د پخواني ولسمشر کرزي بهرنۍ پالیسۍ یوه مهم اصل هم دا ؤ چې د سیمې هېوادونه پدې قانع کړي چې که په افغانستان کې اور بلېږي نو ددې اور بڅري به یوه ورځ ستاسې کورونو ته هم اور در انتقال کړي.
د خوښې خبر دادی چې پخواني ولسمشر کرزي د تقاعدې وروستو کومې لارې چارې پرمخ وړي دا د ترټولو بنسټیزې او د هېواد لپاره ترټولو لوي ګټې دي. اول د امریکا او د نړېوالې ټولنې پر تېروتنو او د خپل جهت په مالومولو باندې پخواني ولسمشر کرزي نېوکې وکړې، له هغه راوروستو د هند لومړي وزیر، روس همېش د امریکا او امریکائي ټلوالې په تېروتنو او غلطو پالیسیو نیوکه کړېده او اوس هم دادی په کابل کې مېشت د چین سفیر دغه څرګندونې هغه څه دي چې د امریکا او د امریکائي ټلوالې پرضد د سیمې هېوادونو د نور چوپ نه پاتې کېدلو ښکارندوي کوي. دوي پدې نور قانع شوېدي چې افغانستان کې دې امن راشي. ددې هېواد امن او ثبات د سیمې د هېوادونو ثبات دی.