fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوري دریم فصل (۱)

زبرد ست خان :- ښه نو ته هم د یو هندو د خبرو سره اتفاق لرې او ما ته یې په نمړۍ ږدې؟
بختور :- ما د هغه دخبرو سره اتفاق نه دے کړے او نه یې تاته په نمړۍ ږدم لیکن کومه خبره چې حقه وي او په رښتیاؤ اډانه لري هر څوک د هغې تائید کوي او که څوک ترې مخ اړوي ګویا د حق نه سرغړونه کوي
زبردست خان :- هو ! ما ته پته ده ته هم د خلیل جبران غوندې خپله خبره د بل په خله کوې او د لږې نه پسې یګه جوړ وې خو ستا د مزغو دا چینجے ما ته ښه معلوم دے او زه ستا چا لاکي ښه پېژنم.
بختور :- ملګر یه ما کومه چا لاکي کړېده او د خلیل جبران غوندې هوښیار ، زیرک ، پوهه ، انسان دوست او د اذادۍ د جذبو دروند غر د کومې ویرې د بل د خلې کومه داسې خبره کړېده چې ستا په سترګو کښې نه غړېږي ؟
زبر دست خان :- زه د جبران د فکرونو قدر کوم خو ستا دې اقرار او انکار ته مې وکتل نو ما ته د خلیل جبران د ، شپې لوئي ، را په یاده شوه چې اے د شا عرانو ، عا شقانو او غنیانو ذانګو پتا کښې سیوري د روحونو سره دېره دي . ته زمونږ یادونو ، غوښتنو او ارزو ګانو له غېږه ورکوې . اے شپې ته هغه لوړه هستي یې چې د سکڼي ما ښام او ترغوني په مینځ کښې لړزونکې توره په لاس د سپوږمۍ په رڼا په چپه خله د دې تمام عالم ننداره کوې . په ډېره هنر مندۍ سره د ژوند رازونه لټوې .او په ډېر اطمنان سره د پټ او مجبوره خلقو د زړونو سلګئ په خپل لوئ وجود کښې را نغاړې . دا ستا د تیارې برکت د ے چې دد ې له وجې مونږ د اسماني رڼاګانو په خوند پوهېږو ګنې د ورځې تیارې خو مونږ د زمکې په تیاره کښې قېد کړی یو. اے شپې ستا له وجې مونږ د ورځې په خوږو پوهه شو. دا ستا قلاره قلاري ده چې تل مونږ ته د یخو او ناقلاره روحونو احساس راکوي. کوم چې د ورځې له شور او غوغا لاندې پړمخې په پټوسترګو پراته دي. ته پخپله لویه جولۍ کښې د خوارانو خوبونه او د غټانو امېدونه راغونډوې. ته خپل پوس او مهین پړونے په بې وسه انسا نانو بې لالچه خوروې.او د هغوي نا قلاره روحونه د هغوي دهغوي د نیمګړې نیمه خوا ارمانونو دنیا ته ډېر په دمه او قلاره بیا یې. مجبوره او مایوسه خلق خپلې کمزورئ او نا کامئ ستا د دریاب هومره په لویه او ژوره سینه کښې ښخوي. او نوي امېدونه په لاس او نوې حوصلې په زړونو کښې ستا له دره ووځي. ستا په کلک او وسپنیز حصار کښې د شاعرانو فکرونه په ترپکو وي او د پېغمبرانو زړونه بېدا رېږي. کله چې زما روح د خلقو نه تنګ شو. او د ټولې ورځې غورزو پرزو ستړے کړم.نو بهر خورو او غوړېدلو دشتونو ته ووتم کوم ځائے چې پخواني سیوري د ناز په خوبونو ویده وو. زه د یوې تورې تیارې او خاموش
بسې بیا