fbpx
سالار یوسفزی مقالې

د سبا ستوری دریم فصل (۲)

زه د یوې تورې تیارې او خاموشه هستۍ په مخ کښې غلے ودرېدم. کومه چې په زرګونو پښو په لوړو غرونو او خورو درو خوره وه. ما د تیارې په غټو غټو او ویرونکوسترګو کښې خپلې نازکې او د ویرې نه بې واره رپېدونکې سترګې په ویره ویره او ځنډ ډېر په احتیاط ښخې کړې د خاموشۍ خواږه او مدهوشه کونکي سازونه مې د زړه له تله او د شوق د لمغړو په غوږونو واورېدل. او داسې مې انګېرله چې زه د دنیا د هر قید و بند دستور او کلتور رسمونو او رواجونو مذهبونو او عقیدو نه چرته اذاد شوے یم او په زړه مې یوه غېبی نا نجاڼه او معصومه ویره خوره شوه.
اے شپې ما ښه لیدل چې تا د نمر په رڼا پورې خندل او د ورځې په هستئ پورې دې پشاړې کولې تا بتانو ته په سجده د پرتو غلامانو نه د کرکې چړچقې کولې او په پستو بخملو د غفلت په خوب د وېدو نه دې کرکه کوله تا د غلو لاسونه نیول او د ویده ماشومانو ساتنه دې کوله.د راج ګڼو په مکرژنه خندا دې ژړل او د مئینانو په اوښکو پورې دې خندل ښه خلک دې د عزت اولويئ بام ته خېژول او نا اهله دې د پښو لاندې چقول.
اے شپې ما ته داسې ولیدې او تا زه هم ولیدم ته زما لپاره زما د مهربان پلار په مثال وې او زه هم پخپلو خیالونو کښې ستا خوښ او فرمانبردار ځوئے ووم ولې چې ما او تا په یو بل کښې ورک شوی وو او شکمنې پردې شلېدلې وې تا ماته خپل رازونه وښودل او ما خپل ټول امیدونه او ارمانونه تا ته ښکاره کړل. ستا عظمت د یوې خوږې سندرې په شان غږېده. چې د ګلونو د ګونګوسي نه زیات ښائیسته وو. او زما اندېښنې د مزغو د اعتماد نه هم زیاتې په بهروسه کښې بدلې شوې تا زه اوچت کړم پخپلو مضبوتو اوږو دې سور کړم زما سترګو ته دې د لیدو ، غوږونو ته د اورېدو ، خلې ته دوېنا او زړه ته د مینې رازونه وښودل.تا د خپلې لوړې خاموشۍ په ذانګو کښې زما خیالونو له ټالۍ ورکړه. او زما فکرونه د شڼېدونکې او چڼېدونکې ولې په شان په زور او شور سره په بهېدو شو.او د ټولې ورځې ستومانې مې په دغه بهیر کښې وبهېده.تا پخپلو پستو او نرمو شونډو زما روح ښکل کړو.او هغه بېدارشو.دهغه سوزونکو لمبو د ځان سره ټول وچ او لوغړن څیزونه راونغښتل . اے شپې زه برابر په تا پسې در روان ووم ترهغې چې په ما او تا کښې هیڅ فرق پاتې نشو. مونږ دواړه د یوبل خېرخوا هان شو او د یو بل غم شریک . ما ستا سره مینه وکړه تر هغې چې زما هستی په یوه معمولي سطحه ستا هستي جوړه شوه. زما په تیاره وجود کښې هم واړه اولوئې روښانه پړقېدونکي او تت ستوري پټ دي.چې ماښام جذبات برسېره کوي او په غرمه کښې شکونه راغونډوی. زما په زړه کښې یوه سپوږمۍ ده چې د تورو ویرونکو وریځو سره تل مشت وګرېوان وي او کله د خیال په نیلی په ټوله دنیا خوره شي.
اوس زما په بېدار زړه کښې یو قرار دېره دے چې هغه د عاشقانو سوز او د عابدانو دعاګانې په ډاګه کوي. او زما په وجود د راز ونیاز څادر خور دے چې د غم د شهباز بې واره ګزارونه به یې څېرې کړي مګرد ځوانئ مستې نغمې به یې بېرته وګنډي.
پسې بیا