fbpx
سالار یوسفزی مقالې

دسبا ستورے دوهم فصل (اووم)

په تېر پسې
نو قانون ( مذهب ) اړخ ته راځي او ددې سره دا خبره هم سپینه شوه چې بادار خلق مذهب او تهذیب دواړه د خپلو ګټو لباره استعما لوي او خواران دغه وس او توان نه لري بلکښې کومه پېښه چې د ده د بې وسئ له وجې ترغاړه کیږي بیا په هغې د خپلې بې وسئ له وجې صابر او شاکر دے د دې نه دا خبره هم په ډاګه کېږي چې په قانون ، مذ هب او تهذیب کښې د خوارانو او بې وسه خلقو هډو برخه نه وي بلکښې دوی د بادارو خلقو د لاسه د بادارو خلقو د مفادو لپاره څنګه استعمال کړ ے شي او د بادارو خلقو مفاد لا پیاوړي کړے شی او ددغه طرز عمل عملي کولولپاره دغه بې معنې لفظونه چې خوار غریب پکښې هډو برخه نه لري پرې ور وتپلے شي او یا شعوری او غېرشعوري طور په دغه عمل کښې د غټانو د مرضئ او تابیا سره بوخت یا توصیفي کړے شي. او که دا حق وی نو هیله لرم چې ته به کم از کم که مرسته نه کوې نو دا رښتیا به رد کوې هم نه.
زبردست خان :- زه څوک یم چې حق رد کړم رشتیا رښتیا وی او چرته هم دروغ کیږي نه او که خدا نخواسته دروغ وخیژي نو هغه به رشتونولی نه وي او په چل یا طاقت به دروغ د رښتیاؤ په بڼه یا جامه کښې مینځ ته راوړے شوي وي.
سنتوش :- ډېره ښه ده او که زمونږ وس رسی نو د دغه دروغژنو د دروغو څهره به ښکاره کوؤ.
زبردست خان :- بې شکه
د دې سره سېټهـ را ننوتو او مونږ پخپلو کارونو سرونه ښکته کړل.
پسې بیا