fbpx
سالار یوسفزی مقالې

دسبا ستورے دوهم فصل(پنځم)

سنتوش :- زه پوهه نه شوم
زبردست خان :- فرض کړه پښتون تهذیب به مخې ته کړو په پښتون تهذیب کښې پرده ، مېلمه دوستی ، وفا ، ښه اخلاق ، ښېګړه د لوظ پوره کول او ډېرې نورې داسې خوبۍ او صفات دي چې اسلام هم د هغې پرچار کوي. یا په نورو ټکو کښې پښتنی تهذیب او اسلام د یو بل ملاتړ کوی او چې د دې تهذیب په ذریعه د اسلام څومره اوصاف عملی کېږي نواسلام ورته هم دومره پخپله جولۍ کښې ځائے ورکوي او هم دغه وجه ده چې پښتانه سل په سلو کښې مسلما نان دي او د اسلام پتنګان دي.او د دوي تهذیب او مذهب د یو وجود دوه نومونه دي که څنګه !
سنتوش :- بلکل رښتیا دي او وې لیکن په تهذیب او مذهب یعنې دواړو کښې اکثر یوه پېښه په پوره توګه اختلاف پېدا کوی او مونږ یې هم ښه په ډاډه زړه تسلیموؤ.
زبردست خان :- هغه څنګه ؟
سنتوش :- زورور خلق اکثر تهذیب او مذهب دواړه د خپلو ذاتی ګټو لپاره استعمالوي چې کوم ځائے یې مذهب په ګټه پرېوځي او کوم ځائے تهذیب ! نه چې د دې دواړو څه پرواه ساتي.
زبردست خان:-ستا څه مقصد دے ؟
سنتوش :- ګوره زبردست خانه ! مونږ چې وس مومو نو تهذیب اړخ ته زور کوؤ چې بې وسه کېږو په مذهب یې ورتپو.
زبردست خان:- عجیبه خبره ده په تهذیب او مذهب کښې د وس او بې وسۍ دا سوال له کومه راغے ؟
سنتوش:- ښه ! د روزانه پېښو ( مسائیلو ) لپاره ستاسو څه لار ( قانون ) ده ؟
زبردست خان :- د څنګه پېښو؟
سنتوش :- فرض کړه دوه تنه یعنې یو نر او یوه ښځه په غېر قانونی او غېر تهذیبی طریقه سره د خپلې جنسی تندې ما تولو لپاره یو ځائے کیږی د ټولنې د اصلاح او د بدو کړو ( عملونو ) نه منع کېدو لپاره تاسو دې دواړو ته څه سزا ورکوئ ؟
زبردست خان:- اسلام یو عالمګیر او منصف دین د ے او د د ې پېښو لپاره یوه بشپړه ضابطه لري. چې اسلامی شریعت ورته وائي.
سنتوش:- ته نورې خبرې پرېږده خو ماته دا خبره سپینه کړه چې تاسو ته څه حکم درکړے شوے دے ددغه قانون ماتونکوپه باره کښې؟
زبردست خان :- څرنګ چې د ګناهونو بیل حالتونه او څهرې دي دغسې د هغې سزاګانې او د قابو کولو لپاره ضابطې هم بدل صورتونه لري. د نمونې په توګه اسلام وائي چې دوه تنه په غېر قانوني میلاپ په داسې حالت کښې ونیولے شی لکه د ستنې په سوم کښې پیلے تار او د ټولنې دوه بالغ رښتوني او صالح مومنان په ذکرشوی حالت شیدي وکړي دغه مجرمان د قانون د کرښې لاندې راغلل او د کومې ګناه چې مرتکب شویدي دهغې ګناه مطابق به سزا ورکولے شي.
سنتوش :- دا خو دې اوبه په بوسو کښې بوتلې مړه!
زبردست خان :-څنګه مې اوبه په بوسو کښې بوتلې ؟
پسې بیا