fbpx
سالار یوسفزی مقالې

دسبا ستورے دوهم فصل(شپږم) 

سنتوش:- وروره وړمبے خو پدغه ذکر شوی حالت کښې د هغوي موندل ګران دي دويم چې دوه بالغان صالحان د شيدئ لپاره را پېداکوې نو دغه خلق به لېوني وي چې د ځان خلاف د شېدئ لباره دصالحانو ګواهانو د راتلو پورې هم پدغه ذکر شوی حالت کښې میشته وکړي او فرض کړه که پراته هم وي ایا ستاسو رد عمل به څه وي ؟ او په نن دور کښې دوه صالحه مومنان موندل ایا ممکنه ده؟
زبردست خان :- بالفرض که په دغه حالت کښې ونیولے شی او مذکوره شیدي پې تېره کړ ے شي، که دواړه واده شوي خلق وي دواړه به سنګسار ولے شی او تر هغې به ګټو ویشتے کېږي چې مړه کړے شي او په ګټو کښې پټ کړے شي او ناواده شوی به سل دورې خوري یعنې سل کوړې به وهل کېږي . چې د دورې وهلو یې هم پوره طریقه ښودلې ده. او هغه دا چې دلاس منګول دې د اوږې سره یو شان وی او یا ښکته لیکن د اوږې به لاس پورته نه اړولے کیږي ګنې دورې ورکونکے به د ګناه مرتکب شي.او که دواړه ناواده شوي وي د دواړه رضا ته به کتلے کېږي که دواړه پدې رضا وي او د راتلونکي ژوند د یوځائے تېرولو او د یوبل سره د واده کولو رضامندي ښکاره کړي پدوي هیڅ حد نشته او که پدوي کښې یو هم زتاتے کړے وي او بیا د هغې تلافي ونه کړي ذکر شو ے قانون به پرې لاګو کېږي.
سنتوش:- او تاسو پښتانه ورسره څه کوئ ؟
زبردست خان :- مونږ چې وس مو رسی وژنو یې.
سنتوش :- تاچې مخکې څه وئیل پدې کښې خو تاسو پخپلو لاسو د وژلو هیځ ذکر نه دے کړے نو څنګه یې وژنئ ؟
سنتوش :- پدغه وخت کښې که څوک دوي مړه کړي هغه غېرت وکړو او د خدائے پاک غېرتي سړے خوښ وي.
سنتوش :- او چې څوک د دې غېرت وس نه لري ایا هغه به بې غېرته وي !
زبردست خان :- بې غېرته نه دے بې وسه دے
سنتوش :- هم دغه خبره ده چې د چا وس رسی تهذیب او کلتور اړخ ته زور کوی او چې بې وسه کېېږی
پسې بیا