fbpx
سالار یوسفزی مقالې

دسبا ستورے دويمه برخه (څلورم)

زبردست خان :- تاسو تهذیب نه دے بدل کړے مګر تهذیب مو پرېښے دے که تاسو خپل تهذیب بدل کړے وو نو نن بکار وه چې د هندی تهذیب هډو نوم نشان نه وے حلانکې هلته سلاطین دهلی یعنی د پښتون کلتور پالونکی هم تلی دی مغل راغلی دی یونانیان ، ترکیان ، عرب ، او انګرېزان پرتګیز او نورو ډېرتهذیبونو والا خلق راغلی دي تردې چې هلته یې د اوږدو مودو پورې باچا هۍ هم کړی دي لیکن هندی تهذیب به پدوی کښې د یو تهذیب هم نه وی خپل کړے . هنه که یو تهذیب ده ته څومره نېزدې وو د ځان سره به یې خلت ملت کړے وی خو د هغه څادر یې بیخی په ځان نه دے خور کړے او یو دم ټول قوم تهذیب يرېښودو ته کله تیار وی بلکښې بیخی ناشونې خبره ده او که ته یو کس دوه وائې نو دوي خپل تهذیب بدلولے نه شی پرېښودے شی . په ځان لوبې کولے شی خو د ټول قوم تهذیب نه شی بدلولے بلکښې قوم د ته بې تهذیبه او ګمراه وائي . د خپل قوم او تهدیب وګړے یې بیا نه حسابوی او تاسو خو بیخی بل تهذیب ته راغلی یئ او دا د وخت غوښتنې دی چې تاسو پدې تهذیب کښې د ننه ووسئ ګنې دلته به تاسو ته ستاسو تهذیب دفاع او سکون درکړی څه؟
سنتوش :- زه پوهه نه شوم!
زبردست خان :- پو هه کوم دې خو بد یې مه ګڼه ځکه تاسو هم د پښتون تهذیب فطرت خپل کړے دے.
سنتوش :- نا نا ! خبره مخ په وړاندې بیا یه،
زبردست خان:- که دلته تاسو خپل کلتور ژوند ژواک او تهذیب عملی کول غواړئ د نمونې لپاره پرده نه کوئ د کمیس پرتوګ په ځائے ستاسو زنانه ساړیانې اغوندی او بربنډې خېټې پدې کوڅو کښې ګرځی او هیڅ پرواه نه کوی نو ته فکر وکړه څوک به ورته د قدر په سترګو ګوری او قلارے به بیا مومی؟
سنتوش :- دا خو ده.
زبردست خان :- پرته له دې مذهب یو تن هم اعلانولے شی او یو دم یې عملی کولےهم شی.
سنتوش :-زه دې ملګرتیا کوم لیکن د مذهب او تهذیب د یو بل سره همکاری څنګه دومره مربوطه او پخه ده.
زبردست خان :- کوم مذهب چې یو تهذیب ته څومره زیات نېزدې وی یعنې ګڼې خوبۍ او صفات شریک لری. هلته یعنې د هغه تهدیب په عامل خلقو کښې هغه مذهب دومره مقبول او ښکاره وی.
بسې بیا