fbpx
سالار یوسفزی مقالې

دسبا ستورے دوهم فصل(اول)

سنتوش:- ستا خبره خو پخپل ځائے خو تاسوڅه ته سجدې کوئ؟
زبردست خان:- مونږ یو خدائے ته !
سنتوش :- خدائے دغلته موجود وی تاسو چیرته لیدلے دے ؟
زبردست خان :- خدائے پاک د لیدلو څېز نه دے بلکې هغه مونږ د هغه په قدرتونو وینو.او حاضر ناضر یې ګڼو.
سنتوش :- څنګه حاضر نه حاضر؟ چې حاضر شو نو نه حاضر څنګه شو او چې نه حاضرشو نو حاضر څنګه شو. ایا په یو ساعت دا دواړه کارونه ګنې موزون او ممکن دی چې شتون ولری ؟.
زبردست خان:- مړه تا سو ځان ته هسې پېړه کړېده. ما خو حاضر ناظر یعنې موجود لید ے کېدونکے وئیلے دے. بهر حال چې د خدائے قدرتونو ته ګورو نو حاضر یې ګڼو او د جسم لیدو توان یې نه لرو ځکه یې غائب یاد تصور کوؤ.
سنتوش :- که داسې وی خو بیا مونږه او تاسو د یو زنځیر کړئ یو او د یو مقصد د تعین لپاره په مختلفو لارو سفر کوؤ.
زبردست خان :- خدائے دې نه کړی تاسو یو خدائے لره شریک پېدا کوئ . بتانو ته سجدې کوئ. د بتانو نه مرسته غواړئ د هغوی سره خپلې غوښتنې اوارزوګانې تړئ او مونږ یو خدائ منو هغه د عبادت سزاوار ګڼو او د هغه نه دهرې سختې رفع کولو مرستې غواړو.
سنتوش:- مونږ هم د خدائ عبادت کوؤ او د هغه د رضا حاصلولو په کوښښ کښې لګیا یو.
زبردست خان :- بیا دې بتانو ته ولې سجدې کوئ او دا مو څله مخې ته ایښودی دی؟
سنتوش :- دا د خدائے نائبان دی دوی به هغه ته زمونږ سفارش کوی او چې د دوی رضا حاصله کړو کېدائے شی د دوی په ذریعه را نه خدائے رضا شی .
زبردست خان :- یره ! تاسوپه رښتیا خدائے ړانده او کاڼه پېدا کړی یئ او په زړونو یې درته مهرونه وهلی دی او د دې نه پته لګی چې دا ګټې خاورې اود خپلو لاسو جوړ شوی بتان د خدائے نائبان ګڼئ او بیا ترې طمع هم کوئ حالانکې نه خو د خدائے نائب شته او نه یې نائب ته ضرورت شته .
سنتوش:- نو بیا تاسو ولې وایئ چې انسان د خدائے خلیفه دے؟
هغه ځکه چې خدائے پاک د ده په ذریعه خپل حکمونه بیانوی اوخپل قدرتونه ښکاره کوی.
سنتوش :- ولې بغېر دده نه یې نشی کولے څه ؟
زبردست خان :- ولې نشی کولے لیکن د هر څیز لپاره خدائے پاک یوه ذریعه جوړه کړېده اوهر څیز ضرور څه نه څه ذریعه غواړی.
سنتوش :- مونږ خو هم دا بتان د خلاصی یوه ذریعه ګڼلې ده چې دوی زمونږ سفارش وکړی او د دوی په زریعه خلاصے بیا مومو.
زبردست خان :- زه درته بار بار وایم چې دا تاسو پخپلو لاسو جوړکړی دی دا نه چا ته ضرر رسولے شی او نه څه خېر. او ته بیا هغه خپله وائې. واقعی چې ستاسو په سترګو ، غوږونو او زړونو یې مهرونه وهلی دی
پسې بیا