fbpx
سالار یوسفزی مقالې

دسبا ستورے (پنځمه برخه)

په تېر پسې
زبردست خان:- ستا خبره تر یو حده سمه ده خو دا حدود د حقوقو د تعین لپاره دی د حقوقو د د فاع او کنټرول لپاره دی چې معا شره د افراتفرۍ نه بچ شی . د الله او د هغه د بندیګانو تر مینځ د حقوقو حدود متعین شي او د انصاف به ورکړه کښې اسانی راشی.
زبر دست خان :- د مسلما نانو نه علاوه دا نور انسا نان د الله مخلوق نه دے څه؟
زبر دست خان :- ولې نه ! خو دوی لار غلطه کړېده دوی ګمراهه شوی دی. او د الله د بند ګۍ نه یې غاړه غړولې ده.
بختور :- لکه څوک مذهبیان یا غېر مذهبی ؟
زبردست خان :- هر دواړه چې دی خو په مذهب عقیده لرونکی په مذهب د عقیده نه لرونکو نه لږ غوره دي.
بختور شاه :- هغه څنګه ؟
زبردست خان :- دوی یو تړلے قا نون لری او بې دینه د خپل ترخ نه خبرې را وباڅی. د خدائے د ذات نه هم منکر وی د مخلوقات او کائنات مقصد پېدا او فنا ګڼي.
بختور:- بیا خو معلومه دا شوه چې په انسانیت کښې د مذهب او لا دینیت فرقې جوړې کړې دي. خو د مذهب نه د اسا نیت فکر غوره دے او د فطری قانون احترام پکښې په ډاګه په نظر راځی.
زبردست خان :- چې د خدائے په حکمونو عمل کوی مونږ ته د هغه سوچ پکار دے.چې د خدائے حکمونه نه منی هغه په مثال د ځناورو دی نه چې د انسانانو.
بختور:- نو بیا تا ولې مذهبیان غوره کړل اوغېر مذهبه کیڼ. دا ټول مذهبیان د خدائے حکمونه منی څه ، اوکه دا ټول یې منی نو بیا خو د شلو په ځائے یو مذهب پکاردے.!
زبردست خان:- زه صرف د مسلمان خبره کوم او د قوانینواو حدودو له وجې مذهب منونکو ته غوره والے ورکوم مسلمان یو خدائے منی دهغه نه د کېدو او کولو یقین او د مخلوق نه د نه کېدو یقین لری. او هندوان ګڼ خدا یان یعنې شپږښپېته کروړه خدایان منی او ورته سجدې کوی.
بختور:- تا د سنتوش هغه خبرې بیا هېرې کړې ؟
زبردست خان:- کومې خبرې ؟
بختور:- تا چې هغه ته وئیل یار تاسو چې دا بتان جوړ کړی دی پخپلو لاسو او بیا ورته لا سجدې هم کوئ. سر ورته ښکته کوئ او تمه ترې کوئ. چې ستاسو حا جت به تر سره کړی.نو دومره سوچ خو هم کوئ لږ د عقل نه کار واخلئ دا تاسو په خپلو لاسونو جوړ کړی دي دوی د ځانه خبر نه دی له ځائے نه حوځېدے نشي. ستاسو په رحم وکرم دي نو ستاسو به څه حاجت پوره کړی.
پسې بیا