fbpx
سالار یوسفزی مقالې

دسبا ستورے دوهم فصل(دوهم)

په تېر پسې
سنتوش :- چې زمونږ په زړونو ، سترګو ، او غوږونو یې مهر وهلے دے هدا یت راته نه نصیب کوی نو پدې کښې بیا زمونږ څه قصور دے خو بس د هغه حکمونه دی زمونږ د لاسه سرزد کېږی که ښه کؤو او که بد ! پاتې شوه دا خبره چې مونږ بتان پخپلو لاسو جوړکړیدي نو تاسو دا جمات پخپلو لاسو نه دے جوړ کړے او دا محراب هم.
زبردست خان :- جومات مونږ پخپلو لاسو جوړکړے دے خو دخدائے عبادت پکښې کؤو د ښو اخلاقو او اعمالو کولو تعلیم پکښې ورکؤو او ذده کؤو د قران حکیم تلاوت پکښې کؤو.
سنتوش :- ولې مونږ په مندر کښې کوم ګناهونه کؤو خو هم دغه عبادت پکښې کؤو. ښه کارونو ته خلق رابلو او د بدو نه ورته د منع کېدو نصیحت کؤو.
زبردست خان :- تاسو څنګ د خدائے عبادت کوئ ستاسو مخکې خو بتان پراته وی او بت خدائے نشی کېدائے.
سنتوش :- که زمونږ مخې ته بتان پراته وی نو ستاسو خو هم دغه حال دے.
زبردست خان :- زمونږ څنګه دغه حال دے ؟
سنتوش :- تاسو دېوالونو ته سجدې کوئ. چې هغه هم بې ضرره او بې فائدې دي تاسو ته هیڅ نه شی درکولے . نه نفع او نه نقصان. او زمونږ مخکښې هم هغه بې نفعې او بې ضرره بتان پراته دی او ما او تا دواړو ته معلومه ده چې دا مونږ ته څه فائده او یا نقصان نه شی راکولے خو بیا هم نه ته د عقل نه کار اخلې او نه د خپلې ټولنې نه بغاوت کولے شې او نه توان لرې او نه زه چې له دې قېدونو نه ځان وباڅو او د عشق حقیقی په لور قدمونه واخلو. خو دواړه پدې کښې په مختلفو نومونو او شکلونو اخته یو او د انسانیت وحدت مو ټوټې ټوټې کړېدے .
زبردست خان:- هم دغه خبره ده تاسو ته ښه پته ده خو تاسو د حق نه سترګې پټوئ ، سرغړونې ترې کوئ ، ستاسو خپله مرضی ! خو هرسړے به په خپل قبر کښې څملی او په خپل عمل به پورې وځی.
سنتوش :- څنګه زمونږ خپله مرضی او په خپل عمل به پورې وځو ؟ او س خو تا وئیل چې ستاسو په سترګو ، غوږونو ، او زړونو مهرونه لګېدلی دي او هدایت ستاسو په برخه کښې نشته نو که مونږه ډېر د عقل نه کار واخلو او ډېر کوښښ وکړو خو هر څه به بې فائدې وی.
پسې بیا