fbpx
سالار یوسفزی مقالې

دسبا ستورے درییمه برخه

لیکوال جلال بازوان
په تېر پسې
زبردست خان:- تا بیا سیا ست په بډه ګرځول شروع کړی دی. ته د کمپنۍ د اصولوخلاف ورځی کوې او که سېټ درنه خبرشو چې دے ثابته ورځ رسالې ګوری.اونورو هلکانوته هم دا لارې ورښائي نو دا حالت به دې بیا نه وی. اعتماد به دې بیا او بائیلې ځان پوهه کړه.دا کالج سکول او کور کلے نه دے چې څه دې زړه غواړی کوه یې او وایه یې بلکښې دا کار خانه ده او دلته سیاسی بحثونه . رسالې او اخبارونه سېټهـ صیب ډېربد ګڼی او په سختئ سره یې منه کوی.
بختور :- زبردست خانه ستا څه خیال دے چې ما به د نوکرئ نه وباسی! خو د نوکرۍ لپاره زه بې پښتو کېدے نشم.
زبردست خان :- مړه ته خو یوه خبره بله او دوېمه د پښتو! څه دی په پښتو کښې خلک چرته لاړل او ته لا تروسه په پښتو کښې پروت یې . قومی ژبه نه ده ، مذهبی ژبه نه ده خو یوه علا قائي ژبه ده زما خو لتانه ډېره طمع کېده خو ته هم لکه د جاهیلو پښتنو خوی کوې.
بختور:- هغه څنګه؟
زبردست خان :- هغه دا سې چې تروسه د پښتو کتاب ګورې یا یې د شاعر ادیب سره وینې وائې زما پښتو شل زره کاله پخوانۍ ده پښتون دېرش زره کاله زوړ تاریخ لری. هلکه رب دې غرق کړه اتیا زره کاله تاریخ لری کومه کشۍ یې اووهله او بیا پرې دا جګړه لا بله څوک وائی بنی اسرائیل دي څوک وائی دراوړ دي څوک یې اریا ګڼي څوک یې د ایرانیانو سره تعلق ثابتوی څوک یې څه کوی او څوک یې څه!
بختور :- زبردست خانه ! دا خو تاریخ دے د دنیا ټول خلق دغسې په تیاره کښې دے او ممکنه نه ده چې حتمی تاریخ ولری لکه عربی ، هندی ، انګرېزی وغېره او دغسې یې اتلان هم نا معلوم دی او اکثر د یو اتل دوه درې قومونه دعویداروی. لکه شیکسپیر انګرېزان یې انګرېز ګڼی جرمنیان یې جرمن ګڼی فرانسیان پرې هم دعوی کوی.ملا نصرا لدین ترک خپل هیرو ګڼي روسیان یې روسے حسا بوی.ایران یې له ځان سره تړی بلکښې تحقیق روان دے چا ته چې څومره اثار په لاس ورشی هغومره دعوی کوی.
زبردست خان :- وړمبے انسان هډو پښتون دے او وړمبۍ ژبه پښتو ده نو څه به پرې وکړې تاریخ څه ډوډۍ نه ده چې ته یې وخورې جامې نه دی چې ځان پرې پټ کړې ، پېزار نه دے چې په پښو یې کړې په سکولونو کالجونو او د فترونو کارخانو کښې پښتو په کار نه راځی او چې کوم څیز غېر افادی وی په هغه نازېدل فضول کار دے.
بختور :- څه مطلب ؟
پسې بیا