fbpx
سالار یوسفزی مقالې

دسبا ستورے (څلورمه برخه)

په تېر پسې
بختور هغه دا سې چې په اردو کښې وس صرف ، هے ، تها ، هوګیا ، کردیا وغېره پاتې شوی دی او نور انګریزی لفظونه استعمالیږی او که دا حالت وی نو هم ډېره زر ده چې هلته به بیا سر کېږدی د کومه چې راغلې ده. دا قومی ژبه نه ده ځکه چې پنجابے ، سندهے ، بلوچ ، پښتون او سرائیکے وغېره یو قوم نه د ے بلکښې جدا جدا قومونه دی چې هر یوځان له جدا ژبه کلتور او ژوند ژواک لری د یو ګټه د بل په تاوان تما مېږی د یو قوم ثقا فت د بل قوم د ثقافت سره ډغره خوری. او په هر یو د جبری تسلط نه علاوه نور څه هم نشته.
زبردست خان:- په اسلام کښې د ژبې اوثقافت ګټې او تاوان وېشونه عبث دی بلکې ټول امت مسلمه یو تن دے او که هم د دې سېوائي له شناخت نه نور هیڅ معنی هم نه لری او اردو د رابطې لپاره یوه مؤثره او ټولو ته منظوره ژبه ده. قوم پرستی یا علاقه پرستی یو تفریقاتی سازش دے چې امت مسلمه په څه وجه کمزورے کړی.
بختور :- زبردست خانه ! ستا خبره په ګل بدله خو که هم ستا په فکر زه دا خبره سردوباره کړم منې یې کنه ؟
زبردست خان :- هو ! زه د حق ملګرے یم که حق او حقیقت وی ضرور به یې منم.
بختور :- اردو د پا کستان د هغه دوه فیصده خلقو ژبه ده چا چې خپل تهذیب د لاسه ورکړے دے او ځان یې د اردو په شکل او قالب کښې منظم کړے دےاو بیا هم د یو قوم دعوی کوی ددغه لا وارثه بې دره مها جرو چې د پاکستان دوه فیصده دی ژبه په اته نوی فیصده خلقو ور تپل کوم انصاف خو نه دے . ښکاره خبره ده چې دغه خلق د دې خاورې تاریخی اثاثه نه ده. د دې خاورې بچی نه دی نو بیا د هغوي ژبه هم غېرملکی ده. او د دې خاورې واکداره نه شی جوړېدے او چې په اسلام کښې تفریقې قوم او ژبه ځه اهمیت نه لری نو پکار ده چې د چا ژبه وی په هغو دې وروتپلے شی او د نورو مسلما نانو غصب دې پرې نه کیږی. او که ملک اسلامی وی نو پکار ده چې د دې ځائے د علاقائي او غېر علاقائي ژبو په ځائے عربی قومی ژبه وګرځولے شی.او په ملک کښې اسلامی قانون نافذ وی او څه رنګ چې په اسلام کښې ټول مسلمانان وروڼه ورڼه دی نو بیا افغا نستنا ، ایران او ترکی وغېره هم نه دی پکار بلکښې ټول امت مسلمه یو قوم او یو ملک او د هغې د وحدت ترمینځ حدود ، ګټه او تاوان ، د وېزې پاسپورټونو په شکل کښې ټول خنډان له مینځه وړل پکار دی.
پسې بیا