fbpx
سالار یوسفزی مقالې

دسبا ستورے (دوهمه برخه)

په تېر پسې
زبردست خان:- دا خبره نه ده بختوره ! اوس انګرېزی قانون چلېږی غټان وار ته واره غټان کېږی او خواران ورځ تر ورځه ذلیله کېږی. په تاڼه ، تحصیل اوسرکاری ټولو ادارو د دوی راج دے.
بختور:- بیا به ؟
زبردست خان:- بیا به خان او غریب یو شان وی . خانی مانی به بیا نه چلېږی.
بختور:- یه د بلا بچیه ! نن دې ګورے چې د چا سوشلسټ یا کمیونسټ سره ګپ لګولے دے که چې د هغوی ژبه وائې؟ . چې دا یې واورېدل نو زبردست خان سم د اور لمبه شو او وې وئیل
زبردست خان:- و ګورئ دې مرتد ته. دے وس ما ته سوشلیسټی کمیونسټی زوتوی.څنګه یې کړې هغه کمیونسټان یې درته پاستر کړل کنه. زه درته وایم دا داسلام جذبه ده او د خدائے رحم دے چې برے تل د مسلما نانو په برخه کېږی.
بختور:- وس پرې راغلې هلته وس اسلام را ولئ کنه هلته خو تاسو د کفر نه هم زیاته وکړه او څه چې مو د افغانستان سره وکړل دغسې د مشرقی او سویلې پښتونخوا نه هم د امن څادر څيرول غواړئ. وړمبی خو ستاسو د وېنا مطابق هغه کافردی. حالانکې ما د ډاکټر نجیب الله یو کېسټ کتلے دے هغه پکښې په مانځه کولو هم ښکاری او د تقریر غټه خبره یې دا ده چې کډوال وروڼه دې راشی د ټولو نه لوئ او پاک ځائے بیت الله دے او لوئې منصف فېصله کونکے قرآن . پدې به فېصله وکړو. او دې اشرارو ورته وئيل دے دروغ وائی. دے کلمه په دروغه وائی. او دے عبا دت د ريا لپاره کوی حالانکې شرعه ظاهرګوری. او په ظا هره هغه مسلمان دے او د زړه نه یې یو لوئې خدائے خبر دے خو تاسو دهغه دا خبره په عمل کښې را وستې ده ؟ په اسلام او قران مو پرېکړې ته غاړه ایښودې ده؟. او نن چې هغه په اقتدار کښې نشته نوتاسو ولې اسلام را نه وستو؟. ولې مو د وطن نه د امن څادر ریښې ریښې کړو؟ او هغه مظلوم افغانان مو در په در کړل.یو کور هم تاسو روغ اوخوشحاله پرې نه ښود. د افغان اولس دولتونه مو ولوټل او دلته مو نېلام کړل. عجائب ګرې تاسو تالا ترغه او تس نس کړې ، د افغانستان قیمتی تاریخی نوادرات مو د افغانستان د سر قاتلانوته ډالئ کړل.د پښتون دښمنانو ته مو دپښتون قوم د لويئ اوعزمت نخښې نظرانه کړې.د احمد شاه ابدالی توره تاسو چا ته ورکړه. غرض د پښتنو عزتونه مو په چودریانو او عربی شېخانو خرڅ کړل. د ا فغانان . دا اخبارونه دا مجلې ګواه دي چې تاسو پښتنې پېغلې، پردئ خویندې ، میندې مال غنیمت ګاڼه په روپو، ریالونو او ډالرو مونیلام کول خپله فریضه ګڼله. شوکې ډاکې او قتلونه تاسو بې درېغه کړیدی غرض چې کوم بد عمل دے په ظاهره تاسو کړے دے او کوئ یې. او که دغه اسلام او مسلمانی وی زما ترې هۍ توبه ده. او هم دغه حال مو د سوات ، باجوړ ، دیر او نورې پښتونخوا سره خوښ دے . چې د دې سره هم لکه د افغانستان نا شونې وکړئ. او که یقین دې نه را ځي دا دے وګوره په لیکوال رساله کښې د رحیم الله یوسفزی رپورټ، دے لیکی چې د افغا نستان په دېوالونو دا نعره لیک ده چې خپل ، ووه خره ، واخلئ او زمونږ یو، غوا ئي ، را کړئ. او دا لاندې د مجا هدینو کار نامې دی چې د انسا نیت سترګې یې ټیټې کړې دی.د زبردست خان چې نور وس و نه رسېد خبره یې بدله کړه او وې وئیل ـ ـ ـ
پسې بیا