fbpx
سالار یوسفزی مقالې

دسبا ستورے (اوله برخه)

پخېر، پخېرزبردست خانه پخېر! ستړے مه شې ځنګه حال دے ؟
زبردست خان :- اباد ووسې بختوره
بختور :- هلکه بېګا دې خبرونه اورېدلی دی که؟
زبردست خان :- هو، خبرونه مې اورېدلی دی.ډېرزبردست تحریک دے د سوات نه ورو ورو خورېږی په باجوړ کښې یې هم ښه زور نیولے دے او که خېر وی په ټول ملک کښې یه ډېر زر خور شی.
بختور:- په خندا کښې ، ډېر زر ده چې خور به شی او دا سې به خور شی چې بیا به په نظر هم را نشی.
زبردست خان :- یره بختوره ! ته هره خبره په ټوقو اړوې . د وخت بې وخته توپېر نه کوې خبره نه خبره نه ګورې . اوس مونږ په څه کښې اخته یو اوته ترې څه جوړوې. په دین پورې دې وس ملنډې کېږی ، اخرولې ته دومره مخالفت کوې؟
بختور:- یار لږ احتیاط کوه . زه پښتون یم زبردست خانه ! دا ته څه وائې زه خو د دین مخالفت نه کوم.
زبردست خان :- دا د دین مخالفت نه دے نو څه دي؟
بختور:- ملګریه زه د دې پاسون په مرسته کښې نه یم دا خو یو بې وخته دے بل غېرفطری غېرمنظم او غېر مناسب.
زبردست خان :- تا بیا هغه خپله خبره وکړه ، دین لپاره وخت نا وخته او بې وخته نشته.انسان د خدائے د عبادت لپاره پېدا دے او مسامان ته مسلمان پدې وئیل کېږی چې دے څلېرشت ساعته د خدائے په عبا دت کښې مشغول وی . او ته پکښې وخت او ناوخته کوې. او دا عوام چې را پاځېدل دا یوجوش دے ، ولوله ده ، د دین سره مینه ده. را پا څول یې ګران وو منظم کول خویې هیڅ خبره هم نه ده . دوی څه جنګ له خو نه دی را پاڅېدلی. نفاز شریعت محمدی غواړی ملک نه ورانوی پردی حقونه نه لاندې کوی د سیاسی ډلو پرو او پروژو سره یې ځه قسمه تعلق نشته ته په کومه حواله د دوی نه دومره وېزاره یې؟
بختور:- زبردست خانه ! زه له دوی نه وېزاره نه یم خو پکار ده چې دا قانون اول مونږ پخپل ځان کښې راولو. د یو بل حقونه نه وهو. د بل حقونه ومنو په نه څه خبره جنګ جګړې نه کوؤ د خدائے لپاره د خدائے د کارونو په لاس ګښې د اخستو په ځائے یې خدائے ته پرېږدو او د انسا نیت جذبه په ځان کښې پېدا کړو.