fbpx
اندېښمن شینوارئ مقالې

شاه دو شمشیره شهید که مزنګئ شیهد/غازي….؟

د تاریخ په اوږدو کې له افغانانو سره هر ډول زور زیاتې وشو، استعمارګرو په هر دور او زمان کې په افغانانو خپلې لوبې کړېدي.چا ئې قتل عام وکړو، چا ئې عزت ته په بده کتلي، چا ئې وطن لوټ کړېدئ، چا ئې کلتور د ړنګولو کوښښ کړېدئ خو لنډه دا چې هر استعمارګر چې په ګرده نړۍ کې پېدا شوېدئ له بده بخته ئې له افغانانو سره ورته کړېده. څوک دلته د مذهبونو او عقیدو د استعمار په نوم دې خاورې ته راغلل، ځنې دلته د خپلو فکري او نظریو د عملي کولو په نوم دې خاورې ته راغلل، ځنو بیا د افغانستان په شتمنۍ خېټه اچولو او لوټ کولو په پلان دلته راغلل، او پدې وروستېو کې خو د وخت ظالمانو ترې لابراتور جوړ کړېدئ، داسې یو لابراتوار چې هلته له هر ډول ساینسي تجربې رانېول بیا تر نظریاتي او عقیدوي تجربو پورې ئې پدې خاوره کې معاینه کړل.
کیسه مې د شاه دوشمشیره کوله. زه پدې پوه یم چې ددې لیکنې ۹۹٪ لوستونکي به شاه دو شمشېره ته د یو شهید او د اسلام اوغازي په نومونو سره یادوئ، خو لیکن زه پدې ځای کې له تاسې سره د نظر مکمل اختلاف لرم. د یو افغان په صفت، نه د یو عقیدوي ګروپ سره د تعلق لرونکي په حېث شاه دو شمشیره یو ظالم، جابر، استعمارګر، قاتل او د تاریخ په پاڼو کې نه بخښوونکئ هغه قاتل دئ چا چې به په دوه تورو سره د افغانانو سرونه پرې کول او لدې لاره ئې خپل استعماري نظریات پدې سیمه او هېواد کې عملي کول غوښتل.
نن مونږ په هماغه شاه دو شمشیره زیارت جوړ کړېدئ، هغه استعمارګر او چپاول ګر چې په سل ګونه افغانان ئې وژلې دي، په سل ګونه مئېندې ئې بورې کړېدي، په سل ګونه خوئېندې ئې بې وروره کړېدي، په سل ګونه ښځې ئې کونډې کړېدي په هغه زمونږ خپلو افغانانو زیارت جوړ کړېدئ او هغه ئې خپل غازي نومولې دئ، نه پوهېږم چې د تاریخ دې شرم ته به سړئ کوم پرتوګ ورواغوندي. زمونږ افغانانو دې استعماري فلسفې په څه ډول دومره ژور تاثیر وکړو چې د خپل د ورور د سر دښمن ته د غازي، شهید لقبونه ورکوي، هماغه چپاولګر پخپله تاریخ پاڼو کې په زرینو ټکو سره ستائي او په هغه څلي جوړوي ترڅو خپل ائېنده نسل ته خپل سم غازیان نه بلکه پردي غازیان په ذهن کې ورکښېنوي او خپل تاریخ او تمدن پخپله وسوځوي.
وائي چې یو روسئ صاحب منصب له خپل همنصبه افغان صاحب منصب سره په لاره روان ؤچې د شاه دو شمشیره جومات ته ورسېدل. وائي چې روسي صاحب منصب له خپل همنصبه ځنې پوښتنه وکړه چې دا دومره ګڼه ګوڼه پدې جومات کې څه کوي؟ وائي چې افغان زیاته کړه چې دا شاه دو شمشیره زیارت دئ. روسي بیا پوښتنه وکړه چې شاه دو شمشیره څوک دئ؟
وائي چې افغان ورته ووئېل چې دا یو د اسلام غازي او شهید دئ چا چې به په دوو تورو سره د افغانانو سرونه پرې کول او دلته ئې اسلام خپور کړېدئ چې وروستو بیا په یو جنګ کې د یو افغان لخوا شهید شو. وائي روسي ورته ووئېل چې د هغه افغان غازي زیارت په کوم ځائ کې دئ چې له دغه سړي ځنې ئې سر پرې کړېدئ؟ وائي افغان صاحب منصب ورغبرګه کړه چې د هغه زیارت خو څه چې نوم ئې هم چا ته پته نشته. وائي روسي له ډیر حېرانتیا او تعجب وروسته په کټ کټ وخندل چې د تاریخ دې شرم ته به سړئ څه ووائي چې خپل غازیان او ملي شهیدان ئې خائېنین ګڼلې کېږي او پردي استعمارچیان ئې غازیان او شهیدان.
زه د عقیدو په چلینج کولو کې هېڅ کومه دلچسپي نلرم خو د هرې عقیدي، مذهب، سیاسي نظریاتو او فلسفو ظلم او زیاتې مې پخپل هېواد او هېوادوالو هېڅ ندې پېرزو. همېش مې همدا هیله او امید دئ چې د مزنګي په څېر ځوانان راپېدا شي او د وخت د شاه دو شمشیره سر ورپرې کړي او پرې نه ږدي چې د شاه دو شمشیره منجاوران او لارویان مې د هېواد ورونه قتل کړي او خوئېندې مې د فرخندې په څېر په رڼا ورځ وسیځي، ځکه چې د ښځو ژوندي ښخول او هغوي د یو انسان په څېر نه بلکه د غنیمت په سترګه کتل د شاه دو شمشیره د قبیلې د خلکو کلتور دي نه هم د مزنګي د قبیلې د خلکو کلتور دئ.
امید لرم چې تاسې به هم د مزنګي په قدم ولاړ شئ ترڅو نورې فرخندې بې عزته، بې ابرو نشي، نور انسان وژنه او قتل عام پدې وطن کې ونشي.