fbpx
پښتیان مقالې

د ولسمشر غني د واشنګټن يون، هيلې او وېرې

لیکوال پښتیان
کله چې د شوروي اتحاد سرې لښکرې د افغانستان حريم ته را دننه سوې نو د متحده ايالاتو په مشرۍ کښې نړيوالو سامراجيانو ته هغه موقعه په لاس ورغله د کومې چې دوئ له ډېره وخته په تمه وو. هغه مهال د نړيوالو سامراجي او استعماري هيوادو تر ټولو ستر دښمن شوروي اتحاد وو او دوئ په دې قانع وو چې د ويټنام د جګړې د بدل اخيستو او د شوروي اتحاد له اقتصادي او سياسي ستونځو سره د مخامخ کولو لپاره افغانستان تر ټولو غوره ځای دئ. په شپه شپه (مبالغه) متحده ايالات پر هغو ملي جنايتکارانو چې ځانته يې افغان مجاهدين (!) ويل مينه سوه او د وسلو او ډالرو ورخونه يې ورته راوړول. د متحده ايالاتو د هغه وخت ولسمشر رونالډ رېګن د مجاهدينو (!) يو ډله سپېنې ماڼۍ ته وغوښتله او هلته يې شاوخوا همدومره درناوی ورکړ لکه پرون چې قدرمن ولسمشر اشرف غني ته ورکړ.
دا چې متحده ايالاتو هغه وخت د افغان وينې او خاورې ته کلکه اړتيا درلوده نو ولسمشر رېګن د افغان مجاهدينو (!) په ستاينه کښې دومره پرمخ لاړ چې دوئ يې د متحده ايالاتو له بنسټ ايښوونکو سره پرتله کړل. په ساده ژبه کښې لکه يو افغان ولسمشر چې د يو چا دومره تر تاثر لاندې راسې چې هغه له ميرويس خان نيکه ليا احمدشاه بابا سره پرتله کړي. يواځې دا نه بلکه متحده ايالاتو چې په اتيايمه لسېزه کښې د کولمبيا پر نامه کوم توغندوی (Columbia Space Shuttle) خلا ته لېږلو کې برياليتوب ترلاسه کړ، ولسمشر رېګن دا بريالتوب هم د افغان مجاهدينو (!) پرنامه کړ.
کله چې شوروي اتحاد مات سو، د متحده ايالاتو کار سرته ورسېدئ نو يو ځل بيا په شپه شپه هم دا جنګيالي چې خپل هر څه له ځانو رانيولې تر مالو او هيواده پورې يې د متحده ايالاتو د ګټو لپاره قرباني کړل، د مجاهدينو (!) نوم ورڅخه واخيستل سو، د ترهګرو په نامه يادېدل پيل سوه او د هم دې متحده ايالاتو په کتاب کښې د انسانيت دښمنان وګرزېدل.
کوم خلګ چې له سياسي لوبو، دسيسو او لومړيتوبو ناخبره وي هغو ته به د قدرمن ولسمشر غني د کانګريس و غړو ته وينا او هغې په غبرګون کښې د کانګريس د غړو پرلپسې اتلس ځله ولاړېدل يو ډېره غټه لاس ته راوړنه ښکاري. تپوس دا دئ چې د ولسمشر غني په وينا کښې هغه کوم حيرانونکي ټکي وو چې د امريکا د کانګريس غړي شاوخوا اتلس ځله ورته ولاړ سوو؟؟؟ که څه هم د ولسمشر اشرف غني له ډېرو تګلارو سره اختلاف زما افغاني، انساني او جمهوري حق دئ ليکن د يو افغان په حيث زه په دې وياړم چې اشرف غني د نړۍ د ډېرو هيوادو تر ولسمشرانو ډېر پوه او لوستی دئ، که چېرته د امريکا د کانګريس غړي د اشرف غني د علم او پوهې له کبله اتلسه ځل ولاړېدو ته اړ سوي وي نو ايا په متحده ايالاتو کښې د اشرف غني د کچې پوهان لږ دي او که د کانګريس غړي د هغو پوهنه ته لاس رسی نه ورته لري؟؟؟ کانګريس د پوهې وږی دئ خو د واشنګټن کوڅې په پروفيسورانو ډکې دي هره اونی دي يو يو تر کالر نيسي او هلته دې ورته غږوي.
ساده خبره دا ده چې د کانګريس د غړو د ولاړېدو تر شا سياسي لاملونه دي. د امريکا په مشرۍ کښې نړيوالو سامراجيان يو ځل بيا د افغان خاورې او وينې ته اړتيا لري. دا ځل چې دا سامراجيان له کومې ستونځې سره مخامخ دي د هغې په مخ کښې شوروي اتحاد هيڅ نه دئ. نړيوال سياسي او اقتصادي مرکز له شاوخوا دوه سوه کاله وروستو له اروپا او امريکا څخه اسيا ته په ډېره ګړندۍ توګه را لېږدېږي او که د دې ليږد مخه و نه نيول سوه دا ډېره شونې ده چې د امريکا اواروپا دي حالات به دې ځای ته لاړ سي لکه د ډېرو اسيايې هيوادو او د اسيايي هيوادو حالت به داسې وګرزي لکه د امريکا او اروپايې هيوادو. په ساده ژبه کښې که حالات داسې روان وي نو افغانستان به په څو لسېزو کښې د که فرانسي او المان ځای ته و نه رسي لږ تر لږه به د اطريش، اټاليې ليا هسپانيې ځای ته ورسي. بايد دا مبالغه و نه ګڼل سي ولې چې که چېرته موږ له دومې نړيوالې جګړې وروستو د دېرو اروپايې هيوادو حالات وګورو نو تر افغانستان ډېر بدتره وو. او تس په څلورو لسېزو (تر 1975) پورې د پرمختګ لوړې پوړۍ ته ورسېدل. اروپا او امريکا دا هڅه کوي چې د دې مخنيوي چې په هره توګه وي ويې کړي. د دې لپاره امريکا او ملګرو يې يو ډېره غټه پروژه پيل کړې ده، تاليب، القاعده، داعش، لشکر جنګوي، لشکر طيبه او دا نور جوز ماجوز ټول د دې پروژې برخه دي.
د دې باوجود چې و ارګ ته له دننه کېدو وروستو اشرف غني پرلپسې يو څو ډېرې غټې سياسي تېروتنې لکه د ستراټېژيک تړون لاسليک کول او پنجاب ته د ملي اردو د سرتېرو لېږل، وکړې بيا هم په روان حالت کښې د اشرف غني ملاتړ او د ده د دولت ملاغړل د هر افغان لپاره ډېر سخت اړين دئ. ولسمشر ښه دئ، بد دئ، پوه دئ، ناپوهه دئ في الحال د ارګ سياسي ټکاو د هيواد د راتلونکي لپاره ډېر زياته اړين او ملاتړ يې پر هر افغان فرض دئ. خو و قدرمن ولسمشر ته بايد هغه خپله خبره ور په ياد کړل سي چې ((ما مه پرېږدئ چې د خوشامديانو تر تاثير لاندې راسم))، لوستي او پوه افغانان به ولسمشر ته دا هرو مرو ور په يادوي چې ((خوشامديان)) يواځې په ارګ کښې نه بلکه له افغانستانه دباندې هم ډېر دي او د افغانستان د ټولو غمو اصل لامل هم دغه دي، بايد د دې خلګو په اتلس او شل ځله ناسته او ولاړو خطا نه وزې.